پښتو جرنل
کابل – افغان خبریالانو او د رسنیو ننګه کونکو دا اونۍ په کابل کې د یوناما او یونسکو سره په ګډه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې څخه یادونه وکړه. دوی په هیواد کې د رسنیو د کمیدو, د رسنيزې فضا دمحدودیت او د راتلونکو لارو چارو په اړه نظرونه سره تبادله کړل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما مرستیالې مټه نوډسن وویل، د افغانستان د رسنیو سکټور په دوو لسیزو کې له خورا خطرناک او په حقیقت کې یو ډیر ننګونکي وخت سره مخامخ دی. نوموړې خبریالانو ته دهغوی د سخت کار او د دوی د زغم او انعطاف له امله درناوی وړاندې کړ.
آغلې مټه نوډسن وویل، “ازادې رسنۍ تر برید لاندې دي. خبري رسنۍ بندې شوې. خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي. لسګونه نور له هېواد څخه وتلي، خو ډیری پاتې يې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.” نوموړې وویل، هغه کسان چې لا هم په پوره ژمنتیا او کلکې ارادې سره کار کوي، په دوامداره ډول تر وېرې او ډار لاندې ژوند کوي. ښځینه خبریالانې تر ټولو دروند بار په غاړه وړي.
هغې د افغانستان د رسنیو سکټور ته ډاډ ورکړ چې یوناما په افغانستان کې د ازادو او خپلواکو رسنیو ترڅنګ ولاړه ده.
هغې وویل: “زه تاسو ته ډاډ درکوم چې یوناما او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراخه کورنۍ د خوندیتوب، مسلکي خپلواکۍ او د آزادو رسنیو لپاره ستاسو د روښانه غوښتنې په ملاتړ کلکه ولاړه ده.” هغې زیاته کړه: “زه په مسؤلو چارواکو غږ کوم چې د خبریالانو لپاره د کار کولو مناسب چاپیریال او د دوی خوندیتوب تضمین کړي. د رسنیو د ښځینه کارکوونکو د خوندیتوب لپاره ځانګړې پاملرنې او اقدام ته اړتیا ده. ”
آغلې نوډسن پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د افغانستان له خپلواکو رسنیو سره خپل ملاتړ پراخ کړي.
په هغه بیان کې چې په همدې مناسبت په افغانستان کې د يونسکو لخوا وړاندې شو د خبریالانو د توقیف او د رسنیو په ازادۍ د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښودل شوه او له ټولو یې وغوښتل چې د مطبوعاتو ازادۍ او د خبریالانو د حقونو ساتنه وکړي چې دوی د تهدید او توقیف له وېرې پرته خپلې دندې ترسره کړي.
د طلوع نیوز مشر خپلواک ساپي د افغان رسنیو د ټولنې په استازیتوب په خبرو کې د ملګرو ملتونو او پراخې نړیوالې ټولنې د بیړني ملاتړ غوښتنه وکړه. نوموړي همدا راز پر مسؤلو چارواکو غږ وکړ چې د رسنیو له ټولنې سره خبرې پیل کړي.
هغه وويل: “موږ د رسنيو د نوي قانون وړانديز کوو ځکه چې د چارواکو لخوا صادر شوي بېلابېل مقررات د رسنيو ستونزې نه شي هوارولی.” موږ د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړو چې دغو ستونزنزو ته رسیدګي وکړي.
د اپریل د ۳۰مې نیټې غونډې ته په یوه ګډ ویډیويي پیغام کې، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خپلواک او ځانګړی رپورټر ریچارډ بینیټ او ارین خان (د نظر او بیان د ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټره) په واکمنو چارواکو غږ وکړ چې ازادې، پراخې او خپلواکې رسنۍ په رسمیت وپېژني او درناوی یې وکړي او د بيان د ازادۍ په تړاو د بشري حقونو نړیوالو سندونو ته په پام د افغانستان مکلفیتونه رعایت کړي.
د ملګرو ملتونو خپلواک او ځانګړي رپورټر وویل، “پداسې حال کې چې په ټولیزه توګه رسنۍ له نویو ننګونو سره مخامخ دي، خو اغیز ېې پر ښځینه مسلکي خبریالانو ډیر ناوړه دی. زه د افغان خبریالانو د زړورتیا او میړانې درناوی کوم چې ژوند او معیشیت ته یې له ورپیښو ډیرو ننګونو او خطرونو سره سره د راپور ورکولو د دوام هوډ لري.”
هر کال د می په دریمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ د رسنیو د ازادۍ د بنسټیزو اصولو په نوم نمانځل کیږي. دارنګه دا یو فرصت دی چې په نړیواله کچه د رسنیو د ازادۍ ارزونه وشي، د رسنیو پر خپلواکۍ باندې له بریدونو څخه دفاع وشي، او د هغو خبریالانو درناوی وشي چې د خپل مسلکي کار د ترسره کولو لپاره یې ژوندونه بایللي دي.


