ویب ډیسک
رویټرز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په امریکا کې له روغتیايي ادارو ۱۰ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.
د دغو ادارو له ډلې FDA، CDC او د ملي روغتیايي انسټیټیوټونه (NIH) شامل دي، چې د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت (HHS) تر چتر لاندې فعالیت کوي.
د امریکا روغتیا وزیر د ګوښه کولو دا لړۍ اړینه بللې او په وینا یې د ادارو د موثریت لپاره ضروري دي؛ خو د لوړپوړو ساینس پوهانو او څېړونکو له خوا اندېښنې هم راپورته شوې دي، چې بېړنیو روغتیايي حالتونو ته رسېدنه به ستونزمنه کړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا ګوښه کوونې د امریکا د عامې روغتیا او علمي څېړنو پر سیستم ژور منفي اغېز کولی شي، چې ښایي د راتلونکو روغتیايي بحرانونو پر وړاندې د امریکا چمتووالی کم کړي.
له دندو دا ګوښه کول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د میلیاردر متحد ایلن ماسک د هڅو یوه برخه ده چې غواړي فدرالي حکومت کوچنی او لګښتونه کم کړي.
# #World #US #Health


