ویب ډیسک
آلماني رسنیو راپور ورکړی چې نږدې ۵۰ افغانان چې آلمان د منلو او پنا ژمنه ورسره کړې وه، دغه هېواد ته له سفر وړاندې مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا اطلاعات د آلمان حکومت د دې هېواد د کیڼ اړخي ګوند پارلماني ټيم ته ورکړي، چې ښيي نږدې ۵۰ افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله له سفر وړاندې مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه افغانان د تاوتریخوالي پېښو له امله چې زیاته برخه یې په خپل مرګ دي، مړه شوي دي، خو تراوسه یې د هویت او ځای په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.
د جرمني فدرالي پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونکر پر حکومت د افغانانو د انتقال بهیر د ځنډ له امله نیوکه کړې، چې د پنا ژمنه ورکول شوې وه.
کلارا بونکر د آلمان له دولت غوښتي، چې د مړو شویو افغانان شمېر معلوم کړي او دا په ډاګه کړي، چې په کومو شرایطو کې د څه له امله مړه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یو شمېر اروپايي هېوادونو سربېره د امریکا متحده ایالاتو هم د افغانانو د تخلیې او پنا بهیرونه ځنډولي او یا ورو کړي دي، چې له امله یې سلګونه زره خطر سره مخ افغانان په ناڅرګند حالت کې ایسار دي.
# #Wolrd #AfghanRefugees


