د نن نه تقريبا درې نیم کاله وړاندې په افغانستان کې یو داسې کس اوهلے شو چې په افغانستان کې د پنځو دهائيو نه د جاري جګړي سره څه تعلق نه وونه او نه یې په زړه کې د انقلاب جذبه وه، بلکې صرف یوه جذبه یې په زړه کښي لرله. چي د انسانیت خدمت وشي. د هغه نوم ډاکټر ټیسټو ناکامورا وو، هغه تعلق د جاپان سره وو، هغه د پيشي نه ډاکټر وو، د هغه باور په بنياد چې “د اوبو لګولو یو نهر به د 100 نه ډیر ډاکټران وکړي.” هغه نه صرف د خپل پيشي د لارې د خلکو سره مرسته کوله، بلکې هلته یې نهرونه هم راويستل او د اوبو د بچکوولو او رسولو لپاره یې برابر کوشش وکړو. د هغه د ډیرو کلونو خدمتونه په 2003 کې تسليم شول کله چې هغه د رامون مګسیسای ايوارډ ترلاسه کړو چې هغي ته د آيشیا د نوبل انعام وئيلے کیږي.
په 1984 کې، ډاکټر ناکامورا د جاپان اوورسیز کرسچن ميډيکل کواپريټو سروس (JOCS) نه يو درخواست ترلاسه کړو، چې هغي کښي وئيلے شوي وو چې په پیښور، پاکستان کې د یو پوست ډکوالو دپاره دي څوک اوکتے شي. هغه په دې کې خپله دلحسپي وښودله او پېښور ته يې مخه کړه ځکه چې ډاکټر ټيټسو چې په 1978 کې د اول ځل لپاره پېښور ته د غره ختونکي په توګه راغلے وو، د دې ځايه يې يو تړاو پيدا کړو.
په 1984 کې د څلورو کسانو خاندان پېښور ته راغله. ډاکټر ناکامورا په مقامي کلتور کې د ځان د ډوبولو په کوشش هيڅ کسر پرينښودو. هغه خپل ویښته غټ کړل او چترالي ټوپئ په سر شروع اوکړه ، یو قسم کلتوري پاکستاني هيډ ويئر چې هغي ته پاکول هم وئيلے کیږي. که څه هم دا ريشتيا ده چې ډاکټر ناکامورا په پاکستان کې له اوږدو ویښتانو او پاکولا سره ډېر عجیب ښکاریدو، خو وروسته بیا په جاپان کې د ډاکټر ناکامورا ټريډ مارک نښه شوه. هغه د اردو او پښتو رسمي ژبو د زده کړې لپاره د مقامي ژبي په سکول کې هم تلل شروع کړو. “زه به دا هیڅکله هیڅ ځای ته ونه رسیږم بغير د دې چې پوه شم چې خلک ما ته څه وايي.” .
ډاکټر تیتسو ناکامورا د یوه ډاکټر په توګه د افغانستان نه د مهاجرو په کيمپونو کې د زرګونو مهاجرينو علاج شروع کړه. هم دا ډول په 1992 کې د پخواني صدر شهید ډاکټر نجیب الله د استعفا نه وروستو کله چې په ګڼړ شمير افغانان واپس لاړل، نو ډاکټر تیتسو ناکامورا هم خپل ميډيکل ميشن افغانستان ته منتقل کړو او تر مرګه یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پاتې شو. د 9/11 واقعي نه وروستو چې کله يې د کابل سيند وليد چې د ميليونو ډالرو قيمتي اوبه يې ضايع شوي وي، نو د خپل ملک د مخير ادارو او خلکو په مرسته يې د يوه نهر د جوړولو کار شروع کړو چې څو کاله مخکښي مکمل شو. چي دغه ئي د خپل مرګ نه څو کاله مخکښي مکمل کړے وو، د دغه نهر په جوړېدو سره د شمار مطابق لګ بګ شپږ لکو خاندانونو اقتصادي ستونزې هوارې شوې او اوس د دغه نهر نه د کرواندي ځمکو د کروندګرو نه ګټه اخلي. د 2019 د دسمبر په څلورمه د نامعلومو ترهګرو لخوا د ډاکټر ټيسټو ناکامورا اوژلے شو او د دوي په وژلو په افغانستان کې د پرمختګ لاري بند شوي. هغه انسان چي د خپل زړه د خوشالۍ لپاره کار کاوو خو زمونږ قوم هم عجیبه قوم دے چې د انسانیت د خیر لپاره هیڅ هم نه شي کولے، خو هغه څوک چې دا کار کوي د منځه ختموي، هغه انسان لا اوس هم د ملیونونو خلمو په زړونو کې ژوندے دے، مګر د هغه د ترقئ لاري بندي شوي.


