سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهصالح خلیلزاد ته :زموږ لويه تېروتنه ستا، د هېواد او ايتلاف په...

صالح خلیلزاد ته :زموږ لويه تېروتنه ستا، د هېواد او ايتلاف په پېژندنې کې وه.

ويب ډیسک

امرالله صالح د زلمي خليلزاد د څرګندونو په ځواب کې ويلي، زموږ لويه تېروتنه ستا، د هېواد او ايتلاف په پېژندنې کې وه.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خليلزاد بي‌بي‌سي سره تازه مرکه کې ويلي دي، “چې لافې يې وهلې او خبرې يې کولې معلوم شول. ښاغلي امرالله صالح څه څه وويل چې څنګه به وجنګېږي، آخر چېرته لاړ، څه يې وکړل؟”

خو د افغانستان جمهوري رياست لومړي مرستيال بيا ويلي، د طالب پېژندنې اړوند مې نه پرون تېروتنه کړې او نه نن تېروتی يم. کيسه لا پای ته نه ده رسېدلې. خو زموږ لويه تېروتنه ستا، ستا د هېواد او ايتلاف په پېژندنې کې وه.

ښاغلي صالح يوه ټوېټ کې زلمي خليلزاد ته په خطاب کې وليکل “ومو ويل چې تړون څلور موارد لري يا ټول او يا هم هېڅ. موږ باور وکړ او دا زموږ لويه او تاريخي تېروتنه وه”.
د ښاغلي صالح ټوېټ اوس لرې شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه