دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ايټالیا پولیسو ۳ تنه د ډوبې شوې کښتۍ د قاچاق...

د ايټالیا پولیسو ۳ تنه د ډوبې شوې کښتۍ د قاچاق په تور نیولي

ويب ډیسک

د ايټالیا پولیسو ۳ تنه د هغو ۲۰۰ کډوالو د قاچاق په تور نیولي چې کښتۍ یې د ایټالیا یوه سمندر کې ډوبه شوې. د پولیسو په وینا د څلورم تورن پلټنه هم روانه ده.

یاده لرګینه کښتۍ کې سواره کډوال ډېری د افغانستان، پاکستان، ایران، سومالیا او سوریه اوسېدونکي ؤ.

د راپورونو له مخې دې پېښه کې نږدې ۶۵ تنه وژل شوي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، یاده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د ایټالیا حکومت ویلي چې په ۶۵ تنو وژل‌شویو کسانو کې ۲۵ افغانان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یاده پېښه کې د ۴ تنو پاکستاني اتباعو وژل کېدل منلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه