دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وايي: ټي پي پي خیبر پښتونخوا کې شریعي نظام غواړي

امریکا وايي: ټي پي پي خیبر پښتونخوا کې شریعي نظام غواړي

ويب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت “ترهګرۍ سره مبارزې راپور” کې ویل شوي چې پاکستاني طالبانو د هغه هېواد د پوځ او دولت پر ضد عملیات پیل کړي او غواړي له خېبرپښتونخوا څخه حکومت په شا کړي او شرعي نظام په کې راوړي.

راپور زیاتوي چې پاکستاني طالبان پولې ته نږدې قبایلي سیمو کې خپل ځواکونه روزي او له دې ځایه عملیات ترسره کوي.

یاد راپور همداراز تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان آزادي غوښتونکي ځواک (BLA) او د داعش خراسان څانګه (IS-K) هغه لویې ترهګرې ډلې یادوي چې پاکستان کې پر بریدونو یې تمرکز کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. پاکستاني چارواکو وخت پر وخت ادعا کړې چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره کې پټنځایونه لري.

اووه ورځې مخکې افغانستان ته د پاکستاني لوړپوړي پلاوي له سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ؤ چې طالبانو ورسره ترهګرۍ سره په مبارزه کې د همکارۍ توافق کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه