دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبرطانيه : افغانستان کې د نجونو زده کړو لپاره ۵۰...

برطانيه : افغانستان کې د نجونو زده کړو لپاره ۵۰ میلیون پونډه مرسته اعلان کړې.

ويب ډیسک

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ددغه هېواد لومړي وزیر د شل ډلې په ناسته کې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو سره د مرستې لپاره د ۵۰ میلیون پونډه مرستې اعلان کړی دی.

د شل ډلې ناسته د یکشنبې په ورځ د لړم په شلمه نېټه ترسره شوه. د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون په دغه ناسته کې د دغې ډلې له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو له زده کړو د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

له بلې خوا، جانسون ویلي چې هېواد به یې د ښځو او نجونو په ګډون په افغانستان کې له زیانمنوونکو وګړو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه