د سرطان د درملنې لپاره شخصي واکسین په وروستۍ ازموینه کې بریالی بلل شوی

0
47

د سرطان د درملنې په برخه کې د موډرنا او مرک شرکتونو ګډ جوړ کړی یو ځانګړی واکسین د ناروغانو پر درملنه د اغېزمنتیا په وروستۍ کچه ازموینه کې هیله بښوونکې پایلې ښودلې دي.

د څېړونکو په وینا، دغه واکسین د هر ناروغ د سرطان د تومور له ځانګړتیاوو سره سم جلا جوړېږي. موخه یې دا ده چې د بدن دفاعي ځواک داسې وروزل شي چې د سرطان حجرې وپېژني او د له منځه وړلو لپاره یې په نښه کړي.

په څېړنه کې له زرو ډېر کسان شامل وو او پایلو ښودلې چې واکسین د سرطان د بېرته راګرځېدو او نورو برخو ته د خپرېدو د خطر په کمولو کې مرسته کړې ده.

دغه واکسین د مرک له سرطان ضد درمل «کیټروډا» سره یو ځای کارول کېږي. یاد درمل د بدن د دفاعي نظام د ټي حجرو فعالیت پیاوړی کوي، څو د سرطان پر حجرو اغېزناک برید وکړي.

د موډرنا او مرک ترمنځ د دې درملنې د جوړولو ګډه همکاري په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وه او تر اوسه یې شاوخوا لس کاله څېړنې او ازموینې ترسره کړې دي.

د دې واکسین یوه ځانګړنه دا ده چې د سرطان د تومور ګڼ بدلونونه په نښه کوي. څېړونکي باور لري چې د تومور د ډېرو ځانګړتیاوو په پېژندلو سره د سرطان د حجرو د له منځه وړلو امکان هم زیاتېدای شي.

که د امریکا د درملو اړوندې ادارې یې کارول تصویب کړي، تمه ده چې دغه درملنه راتلونکی کال ناروغانو ته وړاندې شي.

دواړه شرکتونه اوس د دې واکسین د سږو، پښتورګو او پانقراس د سرطانونو پر وړاندې د اغېزمنتیا په اړه هم څېړنې کوي.

کارپوهان دغه پرمختګ د سرطان د شخصي درملنې په برخه کې مهم ګام بولي؛ ځکه واکسین د هر ناروغ د سرطان له ځانګړتیاوو سره سم جوړېږي.