د پښین په زیارت کراس کې وسله‌والو برید؛ د ګمرک ګودام کې اور لګېدلی

0
65

پښتو جرنل – کوټه: د پشین ولسوالۍ د زیارت کراس په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې او د ګمرک پر یوه ګودام د شپې ناوخته د وسله‌والو کسانو د برید خبر ورکړل شوی دی.

د پولیسو د سرچینو په وینا، له برید وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته رامنځته شوې او ډزې شوې دي.

سرچینې وايي، له نښتې وروسته د ګمرک په ګودام کې اور لګېدلی چې له امله یې هلته ولاړ شمېر موټرونه سوځېدلي او زیانمن شوي دي.

د اور له لګېدو وروسته د بلوچستان د طبیعي افتونو د سمبالښت ادارې (PDMA) د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او اور یې مهار کړی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د وژل شویو او ټپیانو جسدونه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي، په سیمه کې د وسله‌والو د لټون او د سیمې د خوندي کولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات لا هم روان دي.