یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خپل حکومت د...

پاکستان افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خپل حکومت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

ویب ډیسک
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر پرون له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان اسلامي جمهوریت له سفیر، منصور احمد خان سره وکتل.

کابل ته د پاکستان د لوي درستیز وروستي سفر پایلو ته په اشارې سره، ښاغلي اتمر د هغې لیدنې په لړ کې د ترسره شویو ژمنو او پریکړو په پلي کولو، د سولې معنی لرونکې خبرو بیا پیل او بريا لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې.

وروسته، د پاکستان سفیر د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت او په پاکستان کې د سوکالۍ او اقتصادي ودې لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات د رول په اړه خبرې وکړې. د پاکستان سفیر د سولې په خبرو کې وروستيو پرمختګونو ته په اشارې سره، د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خپل حکومت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

د پاکستان سفیر همداراز ټینګار وکړ چې هېواد يې هیڅکله هم له نظامي لارې د طالبانو واک ته رسيدلو څخه ملاتړ نه کوي او په افغانستان کې د روان کړکیچ د حل لپاره، سیاسي حل غواړي.

همداراز، د هېواد بهرنیو چارو وزیر او په کابل کې د پاکستان سفیر د خپلو اندېښنو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د فرصتونو په هکله پر خبرو سربېره، د APAPPS په ګډون، د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکارۍ پر دوام او پیاوړتیا باندې خبرې وکړې.

د‌ دې ليدنې په ترڅ کې د افغانستان – پاکستان – چین درې اړخیزې ناستې په اړه، چې د روانې میاشتې (غبرګولي) په ديارلسمه جوړیږي هم خبرې وسوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه