ویب ډیسک
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر، راس ویلسن سره وکتل.
په دې کتنه کې، ښاغلي اتمر په تیرو دوه لسیزو کې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د همکاریو ستاینې ترڅنګ، د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. د نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان خلکو او حکومت غوښتنو ته په اشارې سره، بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د متحده ایالاتو د مالي او روزنيزې مرستې دوام او پراختیايي مرستو تداوم مهم وباله.
په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تأمین لپاره د خپل هېواد د هڅو په اړه د خبرو سربېره، د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر له افغانستان څخه د سرتیرو وتلو د وروستيو جزيياتو په اړه خبرې وکړې او ښاغلي اتمر ته یې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.
همداراز، د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ دوه اړخیزو امنیتي تړونونو ته په اشارې سره، د افغانستان د امنیتي سکتور د ودې په برخه کې، په ځانګړې توګه د کابل نړیوال هوايي ډګر په امنیت کې د همکارۍ د دوام په اړه هم خبرې وکړې.
د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر همداشان د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې چې په راتلونکې مياشت کې په ایټالیا کې جوړيږي، د ګډون لپاره ښاغلي اتمر ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي انتوني بلنکین بلنلیک وړاندې کړ.
ښاغلي اتمر د دغې ناستې د جوړولو طرحې څخه په ستاينې سره، د داعش پروړاندې مبارزه کې د نړیوال ایتلاف ناستې د اهمیت او په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په تامینولو هم مفصلې خبرې وکړې.


