د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ”نی” وايي، هلمند کې طالبانو امر کړی چې له دې وروسته خبریالان او رسنۍ حق نه لري د دولتي ادارو چارواکو او ښاریانو ویډیويي راپورونه چمتو او خپاره کړي.
د “نی” بنسټ پر رسنیو او خبریالانو د دغه ډول بندیزونو لګول د فشار او سانسور یوه نښه بللې او په دې باور دي، چې دا کار کولای شي افغانستان کې د خبریالانو د کار دوام له جدي ننګونو سره مخ کړي.
یوه خبرپاڼه کې، “نی” له طالبانو غوښتي چې د دې پرېکړې په اړه-کوم چې کېدای شي افغان خبریالانو او رسنیو ته یو د خطر زنګ وي- توضیحات ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې نیمایي رسنیو خپل فعالیت درولی او د دغه ډلې حاکمیت پر رسنیو ډېرې منفي اغېزې کړې دي.


