دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسيه: امريکا او بريتانيا د جنګي تبليغاتو په هڅه کې دي

روسيه: امريکا او بريتانيا د جنګي تبليغاتو په هڅه کې دي

ويب ډیسک

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه پر ټولينزې رسنۍ خبر ورکړی،

چې د امريکا او بريتانيا اوسنۍ کړنې جنګي تبليغات دي او د ملګرو ملتونو د (( د اتباعو د حقونو او سياسي حقونو نړيوال تړون )) سره په ټکر کې دي.

نوموړې ويلي، چې امريکا او بريتانيا له جنګي تبليغاتو څخه لاس نه دی اخيستی او د دې تر څنګ يې اوکراين ته وسلې او نظامي تجهيزات هم برابر او پوځي سلاکاران يې ورليږلي او ناټو د روسيې په سرحدي سيمه کې پوځي تمرينونه تر سره کوي او نظامي تجيزات يې ځای پر ځای کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه