دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين د بهرنيو چارو وزارت: د افغانستان کنګلې شوی شتمني د افغانانو...

چين د بهرنيو چارو وزارت: د افغانستان کنګلې شوی شتمني د افغانانو حق دی

ويب ډیسک

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ پر ۱۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په بهر کې د افغانستان کنګلې پیسې په افغانانو پورې اړه لري او بايد افغانستان ته بېرته ورکړل شي تر څو د افغانانو د ښېګنې لپاره ولګول شي.

د امريکا ولسمشر د یو فرمان له مخي په خپل سر دغه شتمني ضبط او وويشله او له دې څخه يوځل بيا د امريکا د بادارۍ او تسلط بڼه افشا شوې ده.

ښاغلي وانګ زیاته کړه، چې امريکا د افغانستان د اوسني بحران پاروونکې ده، چين له امريکا څخه غوښتي چې خپلې تېروتنې سمې کړي او خپل نړيوال مسئوليت دې پر غاړه واخلي، ژر دې د افغانستان کنګل شوی شتمني ازاده کړي، پر دغه هېواد بندیزونه دې لغوه کړي، په رښتنو اقداماتو سره دي افغانانو ته د اوښتو زیانونو جبران ورکړي او هغوی ته بايد نور زيانونه ونه رسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه