ویب ډیسک
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په هېواد کې دا مهال د ۲۹ لویو او ۱۷۵ کوچینو کانونو د کېندنې او استخراج چارې روانې دي.
خبرپاڼې زياته کړې، چې د کانونو په پروژو کې په ټوليزه توګه شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ته په مستقيمه او نامستقیمه توګه د کار زمينه برابره شوې ده.
طالبان دا ادعا داسې مهال کوي چې په هېواد کې بېکاري اوج ته رسېدلې او خلک ترې شکایتونه کوي.
ملګرو ملتونو نه یوازې په شته بېکارۍ اندېښنه ښودلې بلکې ویلي یې، چې ستنېدونکي کډوال به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.
څو اوونۍ وړاندې طالبانو قطر ته د یوې هوکړې له مخې د څه باندې ۳ زرو افغان کارګرو د لېږد پروسه پيل کړه چې لسګونه زرو کسانو ورته نوملیکنه کړې.
له دې سره که څه هم طالبان ادعا کوي، چې په کانونو سکټور کې یې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو په حکومتي ادارو او چوکاټ کې د کار کولو او ځای ورکولو اجازه نه ورکوي.
د امریکا د مرستو له تړل کېدو سره اقتصادي بحران زیات شوی، چې ورسره د کار، معشیت، روغتیا او نورې برخې سختې زیانمنې شوې دي.
افغانان ټينګار کوي، چې طالبان دې په کور دننه ورته په دولتي او خصوصي سکټور کې د کاري فرصتونو په زیاتوالي څو ناقانونه کډوالۍ، فقر او د سخت اقتصادي بحران مخنیوی وکړي.
# #AFGHANISTAN #KABUL #WorkinAfghanistan


