ویب ډیسک
پاکستاني چارواکي وايي، په ګلګت بلتستان او د پښتونخوا په سوات او باجوړ کې د سختو سېلابونو او ځمک ښویېدنې له امله د وژل شویو شمېر تر ۳۰۰ واوښت او سلګونه کسان نور نادرکه دي.
د چارواکو د معالوماتو له مخې، د مړو شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شته، چې د ځینو یې جسدونه موندل شوي او ځینې یې نادرکه دي.
د دوی په خبره دغه سېلابونه د پاکستانو په نورو سیمو کې هم راوتلي، خو پښتونخوا کې یې د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
بل خوا پاکستاني چارواکو تایید کړې چې یوه پوځي چورلکه یې پښتونخوا کې د ژغورنې ماموریت پر مهال د هوا خرابوالي له امله غورځېدلې چې پنځه واړه سپرلۍ یې وژل شوې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې راتلونکو څو ورځو کې هم د دغه هیواد په شمال لوېدیځو سیمو کې تېزو بارانونو خبرداری ورکړی او خلکو ته یې د خوندیتوب سپارښتنه کړې.
پاکستان کې هر کال موسمي ورښتونه د سختو سېلابونو د راوتلو لامل کېږي چې ډېری وخت د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړوي.
# #KPK #PAKISTAN #FLOODS @UN


