دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام اباد ،د ملي امنيت کميټۍ پوځ ته بشپړه اختیار ورکړ چې...

اسلام اباد ،د ملي امنيت کميټۍ پوځ ته بشپړه اختیار ورکړ چې د هند برید ته غبرګون وښيي

ویب ډیسک

د ملي امنيت د کميټې د غونډې نه وروسته د شورو په ورځ په خپره  شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې: “د ملګرو ملتونو د منشور د آرټيکل ۵۱ له مخې، پاکستان دا حق لري چې د خپلو بې ګناه وگړو د شهادت او د خپلواکۍ د ښکاره سرغړونې په بدل کې، د وخت، ځای او طرز د ټاکلو سره، د خپل دفاع په توګه غبرگون وښيي، او پدې اړه وسله والو ځواکونو ته پوره اختيار ورکړل شوی دی.”

 

د شورو په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ دوه ساعته اوږده ملي امنيت د کميټې د غونډې نه وروسته اعلاميه کې ويل شوي: “د ۲۰۲۵ کال د مې د شپږمې او اوومې نېټې ترمنځ شپه کې د هند وسله والو ځواکونو د پاکستان د خپلواکو حدودو خلاف، په مختلفو ځايونو کې همغږي شوي توغنديز، هوايي او ډرون بريدونه کړي دي. د دغو بريدونو هدف د پنجاب ښارونه، سيالکوټ، شکرګړ، مريده او بهاولپور، او د آزاد جمو و کشمير سيمې، کوټلي او مظفرآباد و.”

 

د اعلاميې له مخې: “په دغو بې دليله او غير ضروري بريدونو کې په قصدي ډول ملکي سيمې هدف ګرځول شوي، کوم چې د جعلي ترهګري کمپونو د موجوديت په پلمه ترسره شوي دي. د دغو بريدونو له امله بې ګناه نارينه، ښځې او ماشومان شهيدان شوي، او مسجدونه او نور ملکي زيربناوې ته تاوان رسول شوی دی.”

 

نور ويل شوي دي: “د هند تيري د خليجي ورور هېوادونو مسافر پروازونه هم له سخت خطر سره مخامخ کړل، چې له امله يې د زرګونو مسافرو ژوند له خطر سره مخ شو. همداراز، د نيلم جهلم هايډرو پاور پروژه هم د نړيوالو تړونونو خلاف قصداً هدف وګرځول شوه.”

 

ملي امنيت کميټې دغه غيرقانوني کړنې د پاکستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ سالميت ښکاره سرغړونه وبلله، سختو ټکو کې يې غندنه وکړه، او دا يې د نړيوالو قوانينو له مخې ښکاره جنګي جنايتونه وبلل.

 

نور هم ويل شوي: “د هند د پوځ له خوا بې ګناه ښځې، ماشومان او نور عام خلک هدف ګرځول يو شرموونکی او کرغېړن عمل دی، چې انساني اخلاقياتو او نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده.”

 

“پاکستان لا له وړاندې د هند هغه تورونه واضح او په ډاګه رد کړي چې ګواکې په پاکستان کې د ترهګرو کمپونه شته.”

 

نور زيات شوي: “د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۲۲ نېټې وروسته پاکستان يو شفاف، بې پلوه او باوري پلټنو وړانديز کړی و، خو دا بدبختانه ونه منل شو. د نړيوالې مطبوعاتو استازو د مې ۶مه د دغو نوموړي شويو کمپونو ليدنه کړې وه، او د مې ۷مې لپاره نورې ليدنې هم پلان شوي وې، خو هند د خپلې جعلي کيسې د افشاء کېدو له ويرې، او له ثبوت پرته، د غير اخلاقي مشرۍ تر واک لاندې، بې ګناه خلکو باندې بريدونه وکړل، ترڅو خپله فريبي مفکوره او لنډمهاله سياسي موخې پوره کړي.”

 

نور هم ويل شوي: “د پاکستان وسله والو ځواکونو، د اپرېل ۲۲ د NSC د اعلاميې له مخې، د ځان دفاع او غبرګون حق تر استعمال لاندې، د هند تيري پر ضد د پاکستان سيمه‌ييز سالميت او د جمو و کشمير پوره دفاع وکړه، او پدې مهال پنځه د هند جنګي الوتکې او ډرونونه ويشتل شوي دي.”

 

اعلاميه کې د نړيوالې ټولنې نه غوښتنه شوې چې د هند بې دليله او غيرقانوني کړنو جديت تسليم کړي، او د نړيوالو قوانينو او اصولو ښکاره سرغړونو له امله هند ته سزا ورکړي.

 

نور هم ويل شوي: “پاکستان سوله غواړي، خو د عزت او وقار سره. پاکستان يو ځل بيا واضحه کوي چې نه به خپله خپلواکي او سيمه‌ييزه سالميت تر پښو لاندې کړي، او نه به خپلو باوقاره خلکو ته د زيان رسولو اجازه ورکړي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه