دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان پوځ وايي ،د هند ۵ جنګي الوتکې او يو ستر ډرون...

پاکستان پوځ وايي ،د هند ۵ جنګي الوتکې او يو ستر ډرون ويشتل شوي

ويب ډيسک

د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند، لیفټیننټ جنرال احمد شریف چودري، ویلي چې هند د مې په شپږمه او اوومه د شپې په منځ کې د پاکستان پر شپږ بېلابېلو سیمو بزدلانه بریدونه کړي، چې له امله یې ۲۶ بې‌ګناه ملکیان شهیدان او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

 

ویاند زیاته کړې، چې د پاکستان هوايي ځواک سمدلاسه او پیاوړی ځواب ورکړی او د هند پنځه جنګي الوتکې، چې پکې درې رافیل، یوه مګ-۲۹ او یوه SU-30 شامله ده، تباه کړې دي. سربېره پردې د دښمن یو ستر ډرون هم راغورځول شوی دی.

 

ترجمان وویل چې د پاکستان ټول هوايي وسایل خوندي دي او فضايي دفاع پوره فعاله ده.

 

جنرال احمد شریف چودري څرګنده کړه، چې هند د شپې په تیاره کې پر ملکي وګړو او مذهبي عبادت‌ځایونو بریدونه کړي، چې دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د مظفرآباد په بلال جومات برید کې ۳ کسان شهیدان شوي، په کوټلي کې ۲ ماشومان وژل شوي، او په احمدپور شرقیه کې ۱۳ تنه عام وګړي شهیدان شوي دي. همداراز، په مریدکي کې درې کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

 

ترجمان دا هم وویل چې هند د نیلم-جهلم هایډرو پاور پروژې نوسېري بند ته هم زیان اړولی، چې دا یو ډېر خطرناک عمل ګڼل کېږي.

 

دی وایي، پاکستان به د خپل حاکمیت دفاع ته کلک ځواب ورکړي او هېڅکله به دښمن ته د تېروتنې اجازه ور نه کړي. دده په وینا، ټول ملت د خپلو وسلوالو ځواکونو تر شا ولاړ دی او د هر ډول تېري پر وړاندې د قوي غبرګون حق لري.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه