دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکنړ کې د واورې ښویېدو له کبله نهه کسان وژل شوي دي.

کنړ کې د واورې ښویېدو له کبله نهه کسان وژل شوي دي.

ويب ډیسک

د افغانستان کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله نهه کسان وژل شوي دي.

 

هلته د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ريیس نجیب الله حنیف مشال راډیو ته ويلي چې پېښه د فبرورۍ پر اوومه نېټه سهار وختي ډېورنډ کرښې ته څېرمه په ګوریګاه سیمه کې شوې ده.

 

دی زیاتوي چې تر اوسه له واورو د نهو کسانو مړي راایستل شوي دي او پینځه کسان ټپیان هم دي.

 

د دانګام ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر ذبیح الله هم مشال راډيو ته ويلي چې هغه کسان تر واورو لاندې شوي دي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه پاکستان ته واوړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه