ليک : رحيم خان
اجمل خټک هم يو ملنګ وو، یو دردمند، سپیڅلى، غریب او خپل پر قام مین ملنګ خو بیا دا ملنګ خټک صاحب یو بل فلسفي، پوهاند او سیاسي شطرنج باز خټک صاحب ته په لاس ورغلو او بیا داسي پر ټولو ګران دا ملنګ خټک صاحب د ژوندي خټک صاحب د مالي سیاسي اپروچ او د خوشحال خان خټک د ملي تګلاري تر منځ ” سینډوچ ” سو…
په کابل کي هم ملنګ خټک صاحب د واکدارانو په موډ نه سو پوه، ماښام به یې په پښتني مینه د غیرت د چیغي په حرارت خپله روح ګرمه کړه چي ګواکي سهار به یو مست او تاریخي کار کوم خو د سهار له اذانه سره سم به یو چا حال ورکړ چي خوب ته دي ادامه ورکړه ولی چي په څو ورځو کي دلته بهټو را روان دى او دا وخت د غیرت چیغه په زور زور ویل مناسب کار نه دى…
دا هم د تاریخ ستم دى چي بیا نه لیدونکي لاسونو زموږ په ملنګ شاعر د یوه جاببر په وخت کي خپل زیاتي ګوند هم جوړ کړ او بیا یې په څو میاشتو کي ور مات هم کړ.
دې بې غرضه او پر پښتو مین ملنګ ډیرو ته پاچاهي په لاس ورکړه البته خپله چي څنګه ملنګ په ځواني کي وو هم هغسي تر مرګه پاته سو.
زما په خیال افلاطون ځکه هم د خپل استاد رنګه د زهر خوړولو ته نه سو اماده چي بیا به ” ریپبلک ” څوک لیکي او بیا به د ریپبلک لیکل سوي درواغ په اول واره څوک وایې ،هم دا رنګه د ملنګ شاعر سپیڅلي روح ته اوس هغه سرکاري لیکوالان د ستایني لیک کوي د کوم چاچي د یوې ورځ تنخوا د اجمل خټک د ټولي میاشتي بس وه.
هغه بریتور سرکاري شاعر له ځانه سره اوس دا قرار هم نه وایي چي ” هسي پاته سوم تر یار پوري مخ تورئ،
په جرګه د عاشقانو کي اوس ګورئ؟…. !
شاعران او د شاعرانو ملنګي اکثره ” هايي جیک ” سي او دا رنګه د یو بل سپیڅلي، مست، هسک او مین شاعر شیر علي باچا فکر هم یو چا هايي جیک کړ او اوس یې وخته ناوخته په دې خاطر په خپلو جلسو کي شاعري وایې چي خپل په روایتي تقریر کي باید د هټلر رنګه اثر پیدا کړي… !


