ویب ډیسک
په کندهار کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست په ځینو ځایونو کې پوسترونه لګولي چې پرې لیکل شوي «مسلمانه ښځه د حجاب په نه مراعاتولو سره له نورو حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي.» د دغه پوستر پر ښی اړخ یوه میرمن له نقاب سره ښودل شوې او پر کیڼ اړخ یې بیا چادري لرونکي یوه ښځه لیدل کیږي.
د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې هغوی پر ښځو سخت بندیزونه لګولي او په دې سره یې له هغوی هغه نسبي لاس ته راوړنې بیرته اخیستې چې په تیرو دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړې وې.
په می میاشت کې د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده یو فرمان خپور کړ چې پکې ښځو ته په کورونو کې د پاتیدو سپارښتنه شوې وه. په دغه فرمان کې راغلي وو چې ښځې د اړتیا په صورت کې له کوره د راوتلو پر مهال باید خپل مخ هم پټ کړي.
د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو د کندهار په بیلا بیلو سیمو کې د حجاب په هکله دغه نوي پوسترونه لګولي دي. یاد خبري آژانس لیکلي دي چې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند یې په دې هکله د نظر اخیستو له پاره نه دی موندلی. خو په کندهار کې د امر بالمعروف ریاست مشر عبدالرحمان طیبي فرانس پرس ته ویلي دي: «موږ دغه پوسترونه لګولي دي او هغه ښځې چې [په عامه محضر کې] مخونه نه پټوي د هغوی کورنۍ به خبري کړو او له فرمان سره سم اقدام وکړو.»
د طالبانو د مشر په فرمان کې دا هم ویل شوي وو چې هغه ښځې چې د طالبانو له فرمان څخه سرغړونه کوي، نارینه یې له حکومتي دندو ګوښه کړل شي.
د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشرې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو په سيستم کي د »بنيادي شوي سيستماتيکي ځورني« غندنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی وو چې د ښځو حالت بحراني دی.
بیا ځلې واک ته رسیدو وروسته طالبانو د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله د نرم چلن ژمنه کړې وه، خو د اګست له میاشتې راهیسې پر ښځو زیات شمیر بندیزونه وضع شوي دي. د بیلګې په ډول ښځې له حکومتي دندو لیرې کړل شوي. همداشان ښځې له یوازې سفر کولو منع شوي او په کابل کې ښځې پارکونو ته یوازې په مشخصو ورځو ورتللی شي.


