یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبرتانیا وايي په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو سره د زور...

برتانیا وايي په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمنه ده. 

ویب ډیسک

د بشري حقونو په برخه کې د بريتانيا استازي ويلي دي چې هيواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ننګونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمن دی.

 

د بشري حقونو له پاره د بریتانيا سفیرې او په ملګرو ملتونو کې د دغه هیواد د دایمې استازي مرستیالې ریتا فرينچ د بشري حقونو شورا ته په وینا کې ويلي دي چې داسې باوري راپورونه شته چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د ټولو افغانانو له پاره د بخښنې اعلان ته درناوی نه کیږي او د بشري حقونو سرغړونې دوام لري.

 

هغې ويلي دي چې افغانان د امن ژوند حق لري او د بشري حقونو د سرغړونو پېښو د څیړلو غوښتنه کوي: «د ډارولو، ورکیدو او بې عدالتي وژنو جدي تورونه باید په شفاف ډول وڅیړل شي.»

 

په ژنيو کې د بریتانیا دغه استازي وایي، له افغانانو سره به یې لاسنیوی او مرستې دوام ولري او بریتانیا سږ کال ۲۸۶ میلیونه پونډه ژمنه کړې، چې د لومړنیو بشري اړتیاو سره مرسته وکړي چې د ژوند ژغورنې په دې مرسته کې ښځې مهم رول لري.

دغه بریتانوۍ استازې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځیو ښوونځیو د بندیدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونو یې ښوونځي ته نه پریښودل کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه