ويب ډیسک
د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په ياده ولسوالۍ کې هېڅ ډول مخابراتي خدمات شتون نه لري او د یوې ټلیفوني اړیکې نیولو لپاره ساعتونه مزل کوي.
د دغې سيمې اوسېدونکي زیاتوي، مخکې یې سیمه کې یوه مخابراتي شبکه فعاله وه، خو په خبره یې جګړو کې ویجاړه شوې او اوس د یوې اړیکې نیولو لپاره نورو ولسوالیو او یا هم د غرونو څوکو ته ساعتونه مزل کوي.
د لجه،منګل ولسوالۍ ځايي مسوولين هم د مخابراتي خدمتونو نه موجودیت ستره ستونزه یادوي او له مخابراتو وزارت غواړي، چې د هواري لپاره یې ګام واخلي.


