یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپوتین جوبایډین ته په قهر شوی

پوتین جوبایډین ته په قهر شوی

ویب ډیسک
پوتين د جوبايډن د هغه څرګندونو په ځواب کې چې دی يې قاتل بللی و ويلي, ” پخپله به همداسې وې”
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د امريکا د ولسمشر د هغه څرګندونو په ځواب کې چې پوتين يې قاتل بللی و ويلي, چې مونږ چې کوچنيان و کله به مو چې دعوا شوه چا به چې پر بل نوم ايښودلو مونږ به ويل پخپله داسې يې.

پوتين وايي دا کومه ماشومانه خبره نه ده بلکې د ارواپوهۍ له مخې دا ژور مفهوم لري مونږ خپل خصوصيات بل چا کې ګورو د هماغه په اساس د نورو په اړه قضاوت کوو.

پوتين همدا راز ويلي بايډن د نورو هيوادونه په اړه داسې وړاندويونه کوي لکه چې ويل کيږي” هرڅوک پخپله هېنداره کې ګوري”
د امريکا ولسمشر جوبايډن له ان بي اس تلويزيون سره په يوه مرکه کې د يو پوښتنې په ځواب کې ويلي و چې دی فکر کوي پوتين قاتل دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه