ویب ډیسک
د کورنيو چارو وزارت وایي چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي پاڅونونو په ملاتړ د پروان ولایت شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکې کړې.
په دې عملیاتو کې طالبانو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.
امنیتي ځواکونه د یادو ولسوالیو په ځینو برخو کې ځای پر ځای شوي او اداري کارکوونکو د عامه خدماتو د وړاندې کولو په پار خپلې عادي چارې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده چې په عملیاتو کې د یادو ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال شهیدالله له څلورو ترهګرو سره وژل شوی دی.


