یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان اعلا عدالت پرېکړه:له این اې ۲۵۱ څخه خوشحال خان کاکړ بریالی...

پاکستان اعلا عدالت پرېکړه:له این اې ۲۵۱ څخه خوشحال خان کاکړ بریالی نوماند وګرځول شو

 

د پاکستان اعلا عدالت په عمومي ټاکنو کې له این اې ۲۵۱ څخه د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ بریالی نوماند اعلان کړ او ټاکنیز کمېسیون ته یې لارښوونه وکړه چې د بریا نوټیفیکیشن جاري کړي. د مقدمې اورېدنه د درې کسیز بنچ له خوا وشوه چې مشري یې جسټس شاهد وحید کوله.
وکیل سلمان اکرم راجا محکمې ته وویل چې زموږ قضیه د فارم ۴۵ پر بنسټ ولاړه ده. د ۱۰ پولنګ سټېشنونو د فارم ۴۵ او فارم ۴۸ ترمنځ څرګند توپیر شته، او په دغو پولنګ سټېشنونو کې زما د هر سټېشن ۱۰۰ رایې کمې کړل شوې دي، په داسې حال کې چې د مقابل نوماند سید سمیع الله رایې په فارم ۴۸ کې زیاتې ښودل شوې دي.
جسټس نعیم اختر افغان وویل چې چا دا فارمول جوړ کړی، هغه هم د ۱۰۰ رایو فرق ټاکلی، او دا ډول کارونه اکثره د شپې له خوا اسانه ترسره کېږي. سلمان اکرم راجا ځواب ورکړ چې دا کار کوونکي یې د ورځې هم ترسره کولای شي.
د اورېدنې پر مهال د ۱۰ پولنګ سټېشنونو فارم ۴۵ هم محکمې ته وړاندې کړل شول. وکیل وویل چې د ناسمې پایلې په ورکولو باید د رېټرننګ افسر (آر او) پر ضد اقدام وشي.
جسټس نعیم اختر افغان پوښتنه وکړه چې ایا کله هم د ناسمې پایلې په ورکولو د کوم آر او پر ضد اقدام شوی دی؟ الیکشن کمیشن وویل چې د آر او پر ضد د کاروایۍ لپاره بشپړ فصل موجود دی او پر آر او درنه ذمه واري اچول شوې ده.
د مقدمې له اورېدنې وروسته سپریم کورټ خوشحال خان کاکړ بریالی نوماند وګرځاوه او د نوټیفیکیشن د جاري کولو امر یې وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه