ویب ډیسک
هندي رسنۍ وايي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت موافقه کړې، چې د افغانستان د وچې مېوې ۱۶۲ موټر له واګه بندر تېر شي.
هند له دې وړاندې هم د افغانستان ۳۰۰ بار د وچې مېوې موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړې وه.
د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه کې د واګه بندر تړل شوی و، چې هند کې یې د افغانستان د وچو مېوو بیې لوړې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امیرخان متقي د هند له بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره پر سوداګرۍ هم غږېدلی دی.
هند له افغانستان وچه مېوه، طبي بوټي او یو شمېر نور محصولات واردوي.
# #Afghanistan #Indai #Transit


