لیک: میر حسن اتل
“د لاسو نه نکریزې د چړو په څوکو بیائي
د شونډو په سرونو مي نامه اخلي او ژاړي” (دانش)
نکريزې (پښتو)، حنا (پارسي، اردو)، (Henna tree)، انګليسي، (Lawsonia Inermis) (نباتاتي نوم).
“راته ئې ووئيل نن څه ډېر به ژړوني اواز
نکريزې مه راوړه، دې کلي ته اختر نه راځي” (اباسين)
د نکريزو ونه چي له دوه ميټرو څخه بيا تر اتو ميټرو پوري پورته خېژي د هند، ايران، مصر، فلسطين، سوډان، پاکستان او منځنۍ اسيا په هيوادونو کې رازرغونېږي، دا ونه يو ډول سپين وزمه او ژيړ ګلان نيسي، پاڼه ئې شنه زرغونه او خوږ بوئ لري:
“اختر چې تېر شي، نکريزي په دېوال پورې کړه” (پښتو متل)
د يو ډول پخوانيو روایاتو له مخي د دې ونې او انسان تعلق ډېر لرغونی او پخوانی دی، ځکه ئې په بابل او يو شمېر نورو پخوانیو اثارو کې هم ذکر راغلی دی، وئيل کېږي چي يو وخت د دې ونې هر برخه په خصوص ولي (جرړې)، ډډ (تنا) او څانګې د يوه دوديزه دارو (Traditional Medicine) په توګه کارول کېده:
“د پښو نکريزو مي لمبې وکړې ګډه شومه
ستا په واده کې ټپې وکړې ګډه شومه” (نامعلوم)
خو د دې ونې تر ټولو اهم برخه پرون هم او نن هم د هغې پاڼه ګڼل کېږي، ځکه چي د نکريزو پاڼه له نورو ارزښتونو سره سره د زېب و زینت په خصوص د ښځو د سينګار د يوه اهم او نيک مرغه توکي په توګه ارزول کېږي:
“زما سره په نه خبر نښلې بیا به څه کړې
نکريزې دي په پښو لاسو تړلې بيا به څه کړې” (اباسين)
په پښتني ټولنه کې د نکريزو کارونه اوسمهال هم ښه په درب دروب روانه ده، پښتني ښځې په اخترونو، ودونو، کوزدو، مېلو او د خوشاليو پر نورو موقعو د نکريزو لګول لازمي امر بولي، تر څو چي هغه خپل لاسونه او پښې په نکريزو نه ورنګوي هغه خپل سينګار نيم او نيمګړی بولي، هم دا وجه ده چي په پښتو فولکوري او رسمي شاعري کې د نکريزو ذکر زښته ډېر راغلی دی او هغه هم د يوې نیک مرغي استعاري په توګه:
“ته د اختر په سهار را شه
زه به در ووځم تورې سترګې سره لاسونه”
يادونه: په پښتني ټولنه کې هلکان، ځوانان هم خپل لاسونه، پښې، د لاس ګوتې او کله کله ويښتان په نکريزو سره کوي.
(۱). د چا نکریزو باندي سره لاسونه
څوک تصویرونه د جانان جوړوي (حمزه بابا)
(۲). سالکه! تا خو زما نه منله
راته نکریزې ږدې واده مې کیږي
(۳). د نکریزو غوندې سترګې شته باقره!
خو رنګونه د چا شته او د چا نشته


