یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهساک اساک او پښتانه

ساک اساک او پښتانه

لیک: نور اپریدی

د پښتنو د اصل نسل په حقله خو هسې ډيرې نظرٸې دي ـ خو چې غتې نظرٸې دي هغه يوه بني اسراٸيلي نظريه ده چې بنياد ٸې د نعمت الله هروي ليکلے کتاب مخزن افغاني يا تاريخ خان جهاني دے ـ او بله دويمه غټه نظريه چې ده هغه دغه ده چې پښتانه اريا دي ـ چې بنياد ٸې د حبيبي صيب او د احمد علي کهزاد کتابونه دي ـ
خو د بني اسراٸيلي نظرٸې په مقابل کښې ارين نظريه مضبوطه ده ـ ځکه چې هم په اويستا کښې د پښتنو نخښې نخانې شته او هم په مها بهارت او رګ ويد کښې چې ټولو پوهانو ته معلومه ده ـ
خو اوس وخت کښې يوه دريمه نظريه هم راوتې ده چې پښتانه ساک يا اساک دي ـ دا نه بني اسراٸيل دي او نه اريا دي بلکښې د دوٸ نه بيل خلق دي ـ د برق صيب په خيال دغه خلق د اريا دښمن يا مخالف تورانيان يا ساک دي ـ
د تاريخ په رڼا کښې دغې خلقو ته ساک ، سک ،سکيت ،سګيف او داسې نور نومونه اخستي شوي دي ـ
ځنې خلق دغه ساک د سيتهين يوه څانګه ګڼي ـ د ځنې پوهان په خيال چې پارتين او ساک دواړه يو خلق يا ګاونډيان وو ـ
خو بيا هم راځو د اصل موضوع اړخ ته ـ دغه ساک ته برق صيب اساک واٸي ـ برق صيب په خپل کتاب کښې پښتون قام يا نسل؟ کښې د اساک يا ساک په حقله واٸي :

د “اس” Horse د لاحقې نه بې شميره نومونه قومونه نسلونه او ډلې يادې شوې دي ـ خو دا هغه ډلې دي چې په خپلو کښې ٸې څه قومي يا نسلي رشته نه وه بلکښې د “اس” Horse د وجې نه پکښې هغه ټول قباٸل راځي چې په ړومبي ٸې “اس” Horse متعارف کړے دے ـ په دويمه معنا کې ورته مونږ خانه بدوش صحراٸي او جنګجو قباٸل هم وٸيلے شو ـ په دې کښې نور هم ډير قباٸل راځي او پښتانه هم پکښې شامل دي ـ ځکه چې د دوه درې سوه کاله وړاندې پورې پښتانه هم د دغه کوچي توب او خانه بدوشې په حالت کښې وو ;
که مونږ د برق صيب دغې خبرې ته غور وکړو چې ساک يا اساک خانه بدوش وو او پښتانه هم هميشه خانه بدوش پاتې شوې دي ـ نو که مونږ د تيراه قباٸل د نن نه يو شل کاله وړاندې کتلي وي نو هغوي به هم دا رنګ کول چې په ګرمې کښې به کوز تيراه ته کوزيدل او په يخنې کښې به غرونو ته راوختل او په غارونو يعني ګارو کښې به يې ژمے تيرول ـ
دا د نن نه شپاړس اوولس کاله اول ما په خپلو سترګو ليدلي دي ـ اوس نه پوهيږم چې دغه خلق په غارونو کښې وخت تيروي او کنه ـ
پوهان په يوه خوله دي چې د پښتنو ډيرې قبيلې خانه بدوشې وې او تر ډيره وخته ٸې د خانه بدوشې وخت تيرول ـ نو که مونږ دغه اساک يا ساک ګورو دا هم خانه بدوش خلق دي او د دې پښتنو سره ٸې نزديکت خامخا شته ـ او دا خبره به د وړاندې ليکنو نه څرګنده شي ـ
خبره به اول د دې ساکا د اوسيدو په ځاے کوو او د هغې سره به يې د ژوند ژواک په حقله نظر اچوو ـ
دوست شنوارے په خپل کتاب (افغانستان په اوستا کي) کښې د تفصيل سره د دغې ساکو د ژوند ژواک په حقله مونږ ته معلومات راکوي :
دوست شنوارے د دوو يوناني مورخينو يعني د سترابون او هسکاٸتي د ليکنو نه نقل کوي او واٸي :
چې مساګيت (ساک ) واٸي چې د دوٸ څه برخه په غرونو کښې ژوند کوي بله په دښتو کښې اوسيږي ـ دريمه په هغو درو کښې چې سيندونو جوړې کړې دي ـ او څلورمه ٸې د دغې سيندونو په ټاپوګانو کښې ـ

لوستونکو ته دې ياده وي چې مساګيت د ساکا يا ساک مشره ډله ګڼلے شي او ټول پوهان په يوه خوله دي چې دغه مساګيت د ساکو يوه لويه يا مشره ډله يا قبيله ده ـ

برق صيب د ساکا د قدامت او لوٸ والي په حفله واٸي :
چا د اساکو (ساکو) ځان له د حيثيت هډو ذکر نه دے کړے او دوٸ ٸې هم په ارياٶ کښې ورچولي دي او بيا ٸې ورله د ساکا يا سيتهين نوم ورکړے دے او ډير روستو چې د قبل مسيح په اخري کلونو کښې کوم ساکا خلق ښکاره شوي دي صرف د هغو ذکر ٸې کړے دے او هغه هم د کوشانو سره ګډ وډ چې وړه شان ډلې ٸې ثابته وي ـ
د برق صيب د وينا مطلب دے چې دغه ساک يا اساک وړوکې ډله نه بلکښې دا ډير زيات خلق دي او په قدامت کښې هم د ارياٶ نه زيات دي ـ
دغه د ډير والي خبره د يوناني مورخينو د ليکنو نه هم مونږ ته جوتيږي ـ ځکه چې بره مونږ اووٸيل چې مساګيت واٸي چې زمونږ يوه برخه په غرونو بله په درو کښې اوسيږي او بله د سيند سره جخته اوسيږي ـ بله په دشتو کښې ـ
دوست شنوارے د دغې ساکو د ژوند او دودستور په حقله مونږ ته ډير ښه معلومات راکوي چې د پښتنو د ژوند او دودستور سره ډير نزديکت لري ـ

ـ لکه ما څنګه وٸيلي دي چې د پوهانو يوه ډله په دې اند ده چې پښتانه نه بني اسراٸيل دي او نه اريا دي بلکښې پښتانه اساک يا ساک دي ـ کله چې مونږ د يوناني ليکوالو په ليکنو کښې او د اويستا په متنونو کښې ګورو نو دغه اساک ځان ته يو خلق ښودلے شي او ځان ته دودستور او عقايد لري او بل خانه بدوش دي او د هغې سره جنګجو دي ـ نو د پوهانو نظر ٸې د ځان پلو راګرځولے دے او د پښتنو يو ترڅ پکښې ګوري ـ پوهان دغه ساک پښتانه يا پښتانه د دې ساکو يوه ډله ګڼي او د ټولو نه زاړه ساک هم پښتانه ګڼي او هغه ځکه چې ساک يا اساک د دې هندوکش باختر پامير نه خواره شوي دي او پښتانه اوس هم دلته په دې اصلي ځاے باندې ژوند کوي ـ
خير دا خو به مخکښې څرګنديږي چې پښتانه د ساکو سره څومره نزديکت لري ـ راځو اول د ساکو د استوګنې يعني اوسيدو په ځاے خبره کوو ـ خو يو خبره چې دغه ساک يوه ډله نه ده بلکښې دا ډيرې قبيلې دي چې په تاريخ کښې په ډيرو نومونو يادې شوي دي چې يو نوم پکښې د پښتنو او د دې ډلې دے ـ

بهادرشاه ظفر کاکا خيل صيب په خپل کتاب پښتانه د تاريخ په رڼا کښې د دې ساکو د ځاے ځاٸيګۍ په حقله ډير ښکلے ليک کړے دے واٸي :
دې قبايلو د ډيرې زمانې نه د خانه بدوشې ژوند تيرولو ـ
په قبلې تاريخي زمانه کښې چې د باختر په زرخيزه علاقو چې به د وسطى ايشيا کومو قامونو تاختونه کول هغه هم دغه خلق وو ـ چې روستو ورته په تاريخ کښې سيتي قباٸل وٸيلي شوي دي”” ـ

ياده دې وي چې سيتي د ساک يا اساک ډله ده خو ځنې پوهان ساک په سيتي کې شميري خو برق صيب ساک يا اساک د ټولو ډلو نوم ګڼي او هغه هم د “اس” په وجه ځکه چې دغې خلقو ته به ساک يا اساک د “اس” Horse په وجه وٸيل کيدو ځکه چې د دوٸ سره “اس ” وه او دغه خلق د Horse اولني ايجاد کوونکي يا سواره وو چې په “اس”Horse ٸې سوارلي کړې ده ـ دا خبره د يوناني ليکوالو د ليکنو نه هم څرګنديږي ـ

بهادر شاه ظفر کاکاخيل صيب مخکښې ليکي :

اويستا کښې دا خلق (اساک) د توريا په نامه ياد دي ـ
دا لفظ توريا به د باختر هم استوګن قباٸل وو چې کوم چې په دغو علاقو کښې په مخکښې زمانو کښې اباد وو “”

ياده دې وي چې توريا هم دغې اساکو ته په اويستا کښې وٸيلي شوي دي ځنې وخت کښې دغې خلقو ته ديوان هم وٸيلي شوي دي ځکه چې دوٸ د زردشتي مذهب او د دې اريا دښمنان وو ـ
دا خبره د بهادر شاه صيب د ليکنو نه هم ظاهريږي واٸي:
د تاريخ په هره زمانه کښې مهذب قومونه او حکومتونه د دې سيتي خانه بدوشو د تاخت او باخت نه په حفاظت کولو مجبور وو ساکا پارتين هم د دې سيلاب يوه چهاپه وه ـ

ياده دې وي چې ظفر صيب دلته ساکا يوه ډله ګڼي خو د دې نظرٸې د منونکو په نزد دا ډله نه بلکښې د دې نه ډلې وتې دي ـ

هيروډوټس چې کله د دې ساکو په حقله په خپل کتاب هسټوريه کښې ليکي نو واٸي :
ساکيانو پرتوګونه اغوستي وو اوږدې مخروطې ټوپې ٸې په سر وې او د دوٸ سره خپلې وطني ليندې غشې پيش قوزې وې ـ يو قسم تبرونه ورسره وو چې دوٸ به ورله ساګارس وٸيل دوٸ په حقيقت کښې آمورجين سيتي قباٸل وو خو ايرانيانو به دوٸ ته ساکيان وٸيل ځکه چې ايرانيانو به ټول سيتي قباٸل په دې نوم يادول “”

د آموجين په حقله د ظفر صيب خيال دے چې د دې نه به مراد هغه ساکا قباٸل وو چې د رود آمو په غاړه اوسيدل ـ

ظفر صيب واٸي :
دا خبره واضحه کيږي چې ساکا د سيتي قبايلو يو ښاخ وو او په شپږمه ق م په خواشا کې د رود امو په غاړه اوسيدل “

دوست شنوارے صيب په خپل کتاب کښې د ساکو د اوسيدو په حقله ليکي :
تر ټولو مهمه خبره داده چې د زردشتيزم سخت دښمنان باختري قباٸل وو چې اکثريت ٸې لرغوني عقايد پالل وو ـ
دغه خلق په اوستا کښې تورا تورانمان “ديرويکه سکه ” او داسې په نورو نومونو ياد دي ـ چې د اوسيدو ځاے ٸې باختر خواشا ده ـ او د زردشت مذهب نيژدو ګانډونډيان دي ـ ځکه چې دوستي او دښمني د ګانډي توب په ثوب کيږي “

ما مخکښې چرته وٸيلي دي چې دا توريا کوم خلق دي دا هم دغه ساک يا اساک دي بل څوک نه دي او خبره سپينه ده چې دا خلق هم دلته د باختر سره خواشا کښې اوسيدل ـ

دوست شنوارے د اساکو د يورې بلې ډلې د اوسيدو په حقله واٸي :
د هوما ورګ ساک د قبل الميلاد د زرو په نيمايي کښې په پامير کښې يوه ټولنه جوړه شوه چې يو واحد کلتور ٸې لرل ـ دغه ټولنه د هوما ورګه ساکو په نوم نقش رستم کښې ياد دي ـ د دارا په په کتبو کښې هم ياد دي ”
مخکښې واٸي :
دغه ساک که څه هم د منځني آسيا په دې علاقو باختر،سوغد،مروه ،خوارزم ،فرغانه د خانه بدوشې په حالت کې اوسيدل خو د دوى د اوسيدو ځاے د مرغاب سيند وادي وه چې تر هندوکشه پورې ٸې لمن غزيدلې وه “

د اساکو د ځنې قامونو د اوسيدو د ځاے په حقله دوست شنوارے ليکي:

ديربيکان د آمو سيند په منځني جريان کې ـ
اپاسياک د خوارزم په شمالي پولو کښې ـ
هوما ورګه يا ساکه رواکه ذکر ما بره کړے دے ـ
تخاريان د تخارستان د وادي اوسيدونکي “

مساګيتو په حقله به زه روانو ليکلو کښې ډير څه اوايم خو هيروډوټس دوٸ په دښتو کښې اباد ښاٸي او مونږ د مساګيتو نه اوريدي هم دي چې دوٸ واٸي چې زمونږ يوه ډله په دښتو کښې اوسيږي ـ

داسې نور هم ډير شهادتونه مونږ د يوناني ليکوالو او اويستا کښې ګورو چې دغه ساک د باختر خواشا کښې اوسيدو او د دوٸ نه به وخت په وخت قومونه کوچيدل او ترې تر هند يورپ پورې خواره شوي دي او اصلي خلق هم دلته په باختر يا د هندوکش په خواشا کښې پاتې شوي دي ـ
کله چې مونږ دغې روايتونو ته ګورو نو دا خبره ښه په ډاډه زړه کيږي چې د ساکو يا اساکو ځاے هم دغه هندوکش دے۔ او بيا روستو نورې دنيا ته خواره شوي دي خو يوه ډله چې نه د هندوکش نه بهر وتې ده او نه به بهر لاړه شى هغه هم دغه پښتانه دي چې د ادم نه تر نن دمه دلته په بلخ هندکش او تر اباسين پورې پراته دي او ژوند کوي ـ

بره مو د اساکو په ځاے ځاٸيګۍ باندې خبره کړې وه ـ او د ټولو روايتونو او شهادتونو نه دا څرګنده شوې وه چې د دوٸ اصل ځاے باختر ، آمو او سردرياب وو او اوس هم دلته دغه پښتانه ژوند کٶي ـ
اوس راځو د ساکو د ژوند ژواک اړخ ته ـ

کله چې مونږ د ساکو ژوند ژواک ګورو نو دا راته څرګنديږي چې دا خلق خانه بدوش وو ـ خو داسې نه ده چې دغه ساک يوه ډله وه بلکښې د دې ساکو ډيرې زياتې ډلې وې او دا ټولې ډلې خانه بدوشې وې ـ دغه ساک د آمو نه تر سر دريابه پورې په مختلفو ځايونو اباد وو ـ خو دغه خلق به په يو ځاے تمکيدل هم نه ـ بلکښې د موسم سره به کله دلته او کله هلته ـ خو يو دا چې دغه اساک د اريا يا د زراعت کارو نه بيل خلق وو دا اندازه د اويستا نه هم لګي ـ ځکه چې په هغې کښې د دې خلقو دپاره وران کاري يا شيطاني مخلوق وٸيل شوے دے او وجه ٸې دغه ده چې دغې خلقو به په دې زراعت کارو يعني د زردشتي مذهب په پيروکارو حملې کولې او بل ٸې د دوٸ مذهب هم نه منل ـ ځکه چې دوٸ يعني اساکو خپل عقايد د زردشتي مذهب نه قديم ګڼل ـ

دغه ساک يا اساک خانه بدوش خلق وو او د دې سره غشي ويشتونکي او شاهسوار هم وو ـ د دې خلقو د کاميابې غټ راز “اس” او د برق صيب تر نزد هم د دې اس د وجې دوٸ په اساک مشهور شو او په دې خصوصياتو به ورته خلقو ساک يا اساک وٸيل يا وٸيلي دي ـ
د برق صيب په نزد چې د اس ايجاد کوونکي هم دغه اساک دي خو ځنې پوهان د ساک مطلب د غشي ويشتونکو او چلوونکو ښاٸي ـ خو دغه دواړه خصوصيات په دې خلقو يعني ساکو کښې وو ـ هم ښه شهسوار او هم ښه غشي ويشتونکي ـ

د دې ساکو په حقله په اويستا او د يوناني مورخينو په ليکلو کښې مونږ ته ډير څه په ګوتو راځي ـ

راځو د ساکو د ژوند ژواک اړخ ته ـ
دوست شنوارے په خپل کتاب افغانستان په اوستا کښې ليکي :
د سيتيانو يعني ساکو لومړي يادونه په هسيود کښې شوي دي او زيات پوهان عقيده لري چې دوٸ د ميلاد نه نژدې يونيم زر کاله له مخه له خپل ټاټوبي نه کوچيدلي دي ـ

هييو کريتوس د دې ساکو په حقله ليکي :
سکتيان څلور عرابه يزي پوښلي ګاډي لري چې دوٸ د باد او ورښت له ضرره خوندي ساتي ګاډي ٸې غوايان راکاږي ـ د کوچ په وخت کښې ښځې ماشومان او سامان په ګاډو کې وړي او سړي ورسره په اسونو سواره دورمي ـ په کوم ځاے کښې چې ښه واښه او سمسورې ورشوګانۍ وي هم هغلته ايساريږي او بيا بل مناسب ځاے ته ځي ـ د دوٸ ښه خواړه خوراک پخه غوښه ،شوده او پنير دي ـ دوٸ تګړه سوارکاران او پياوړي ښکاريان دي ـ عقيده ٸې د ارباب الاعو پالنه ده ـ نه کوم مزرک معبد لري او نه د کومې مجسمې لمانځنه کوي ـ
۔ د ژبې او دودونو په باب زيات معلومات نه لرو هم دومره پوهيږې چې دوٸ اريايان دي ـ
خو دلته چې مونږ ګورو بيا ٸې هم دغه ساک د اريا سره خلط ملط کړي دي خو وجه ٸې دغه کيدے شي چې دوٸ د اريا سره نژدو اوسيږي نو بيلتون ٸې ګران شي ـ
خو په حقيقت کښې دا بيل خلق دي چې د زراعت کارو نه په هر څه کښې بيل دي او ان تر دې چې په عقيده کښې هم ـ او هغه ما مخکښې ليکلي دي چې د دې اساکو بيله عقيده او دود دستور دے يعني دوٸ په زردشتي مذهب نه دي ـ د برق صيب په خيال دغه اساک د رګ ويد سره نزديکت خوري نه چې د اويستا سره ـ دا هم واٸي چې رګ ويد او اويستا خپلو کښې بيل بيل دي يعني رګ ويد د خانه بدوشو ښاٸي او اويستا د زراعت کاروو ـ

د دې ساکو په حقله ډيرو مورخينو په خپلو ليکنو کښې څه نه څه وٸيلي دي ـ يو دوه يوناني موخين چې سترابون او هيکاتي د دې ساکو د ژوند ژواک په حقله ليکي :_
مساګيت واٸي چې د دوٸ يوه برخه په غرونو کښې ژوند کوي بله په دشتو کښې ،دريمه په هغو درو کښې چې سيندونو جوړې کړې دي ـ څلورمه د دغه سيندونو ټاپو ګانو کښې ـ
د عبادت يا مذهب په حقله ٸې ليکي:

دوٸ يوازې د نمر نمانځنه کوي چې هغه ته اسونه قربانوي ـ

د ښځو په حقله ٸې ليکي :

دوٸ که څه هم يوه يوه ښځه لري خو د نورو ښځو سره هم څرګند ډول رابطه لرلے شي ـ

د مړو په حقله ليکي:

دوٸ هغه مړينه ډيره مبارکه ګڼي چې انسان زوړ شي او روستو د پسونو سره ټوټې ټوټې شي ـ له بيمارو نه مړه کسان د ناپاکو ناوړو په صفت يادوي او ځناورو ته ٸې اچوي ـ

د سوارو په حقله ٸې واٸي :

هغو د جګرې ښه سواره دې او په ليندو ،تورو ،زغرو او د مسو په تبرونو ښه مسلح دي ـ د جګرې په وخت کښې د سرو زرو ملا وستني او مټ وندي تړي ـ د اسونو واګې ٸې په سرو زرو ښکلې شوي دي ـ

مخکښې ٸې د خوراک لباس په حقله ليکي :
هغه مساګيت چې په ټاپوګانو کښې اوسي خوراک ٸې د ونو بوټو نيلې او ځنګلي ميوې دي ـ ځکه چې کروندې نه لري ـ لباس ٸې د ونو پوټکي دي دوٸ رمې نه لري ـ
هغه چې په واديګانو او دروکې اوسي خوراک ٸې کبان ،لباس ٸې د اوبو د خوګانو پوستکي دي ـ
په غرونو کښې د اوسيدونکو ٸې ځنګلي ميوې دي ـ هغوي د ميږو رمې هم لري چې نه ٸې حلالوي بلکښې وړو او شيدو دپاره ٸې ساتي ـ دوٸ خپلې جامې د داسې بوټو په نښتيځ رنګوې چې برګې وي او ډير وخت خپلا ځلا ساتي ـ

په دښتو کښې مساګيت زمکې لري خو نه ٸې ابادوي ـ خوراک ٸې د پسونو او کبانو غوښې دي او د ژوتد ډول ٸې کوچ او ليږد دے ـ
د عادتونو په حقله ٸې ليکي :
دغه ټول ساک د ژوند يو ډول او طرز لري ـ د مړېنو اجتماعي اخلاق او د ژوند چارې ٸې يو شان دي ـ هره قبيله ٸې د پرديو سره دوه مخې ،وحشي او جګړه ماره ده او په خپلو کښې سره سپين زړي او رښتوني دي ـ (افغانستان په اوستا کې)

يو بل مورخ هيروډوټس په خپل کتاب کې د دې ساکو په حقله ليکي :
دا خانه بدوش خلق د کر کيلې نه نا اشنا وو او څاروي به يې ساتل ـ دوٸ کلي ښارونه او کلاګانۍ نه لري د اسونو په ګاډو کې ګرځيدل ـ چې هم دغه د دوٸ کورونه وو ـ
د دوٸ عادت ډير ګنده وو لمبل به يې هيچرې هم نه ـ د مخامخ جنګ په ځاے دوٸ د دښمن نه په اسونو چورليدل او غشي به يې ويشتل ـ د اس دپاسه په ناسته غشي چلول د دوٸ ډير ښه زده وو ـ د مظاهر عبادت به يې کولو ـ د سرو زرو کالي به يې جوړول او اسونو ته به يې هم د سرو زرو کالي اچول ـ

داسې نورو هم ډيرو مورخينو د دوٸ د ژوند ژواک په حقله ډير څه ليکلي دي ـ او مخکښې ليکنو کښې مو دا څرګنده کړې هم دا چې د دې خلقو اصل ځاے باختر امو سيند او سردرياب وو ـ خو دا خلق د نورو ارياٶ نه بلکل بدل وو دوٸ خانه بدوش وو او د دوٸ ګاونډيان زراعت کار ـ د دوٸ عقاٸد د رګ ويد سره نژدو وې او د زراعت کارو د اوستا سره ـ دا خانه بدوش يعني اساک يا ساک د دې زراعت کارو غټ دښمنان وو او يوازې د دوٸ نه بلکښې د دوٸ د مذهب يعني زردښتي مذهب هم ځکه چې دې خلقو خپل عقاٸد د زردشتي مذهب په مقابل کې لرغوني ګڼل ـ

په اخره کښې به زه دومره اوايم چې پوهان پښتانه ساک که يو اړخ ته د اس په بنياد ګڼي نو بل اړخ ته ٸې د ژبې په بنيادذٸې هم ګڼي ـ برق صيب پښتانه د ساکو اولاد ګڼي او وجه ٸې د “اس ” يعني هورس ښاٸي ـ بل ډاکټر زيار صيب د ژبې په بنياد پښتانه او ساک يو خلق ګڼي ـ بل جميل شموزے هم مونږ په دې کتار کښې وينو چې پښتانه ساک ګڼي ـ داسې دوست شنوارے رفيع صيب هم پښتانه ساک ګڼي ـ پروفيسر پرويش شاهين صيب ساک د پښتنو يوه قبيله ګڼي نه چې پښتانه ساک ګڼي ـ د دې نظرٸې منونکي زمونږ سره ډير زيات دي ـ خو چې ما تر ننه هر څومره زده کړه وکړه نو زه هم پښتانه ساک ګڼم نه چې بني اسرائيل يا بل څوک ـ

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه