دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنورستان د افغان کافرانو تاريخ

نورستان د افغان کافرانو تاريخ

لیک : سردار ولي


کله چي د اسلام دين د افغانستان ختيځ ته راورسېد، نو د لغمان، کونړ او باجوړ درو څخه بومي نژادو کافران د غرونو سرونو ته پورته او بغاوت وکړ، کله چي په ۱۸۸۵ع روسانو پنجده ونيول، امير عبدالرحمن وبېرېدی چي روسان ئې کافران پر ضد ونه کاروي، نو د ۱۸۹۵ع کال په ژمي کي د هري خوا قومي او دولتي لښکر د غلام حيدر څرخي په مشرتوب پر کافرستان يرغل وکړ، دوی اکثره تسليم خو يوازي د رامګل کافران تر سختو جنګونو وروسته تيار سوه چي اسلام او دولت ومني.

کافرانو ډېري ښځي کولې، تر دې حده چي يوه يا دوې ښځي سپکاوی ګڼل کېده او دا د هغه د بېوزلۍ نښانه وه، د پښتنو برخلاف چي دوی به د اکا، ماما، عمه لور سره واده کول يو عام کار وو، خو دوی ان د خپل ټبر ښځه لا نه کول، همدې رواج د دوی د استحکام سره مرسته کوله، ان دوی به د خپل پلار او مور له نږدې خپلوانو سره واده نه کاوه، نو سړی په اساني سره فکر کولای سي چي دغه خلګ به څومره سره نږدې وه.

د کافرانو ښځو بېله واده د مېړه ماسېوا له نورو نرو سره جنسي اړيکي نيولې او که به دا کار کشف سو نو د مشرانو له خوا به پرېکړه کېده چي ددې کار په بدل کي د هغې مېړه ته څو بزې ورکړي.

کافرانو د ګاونډ مسلمانانو برخلاف خپل مړي ښخول نه بلکي په ځانګړي صندوخانو کي ئې کلف او د غره پر سر ايښود، د تاريخپوه پوه ارواښاد #حسن_کاکړ له خولې چي دا کار ئې اوستايانو ته ورته ښکاري.

د مسلمانانو يرغلونو دوی دومره په اتفاق کړی وه چي په خپلو منځونو کي ئې مرګ چنداني نه سو موندلای، همدارنګه دوی هيڅکه د کوم مسلمان پر مال چي د دوی پر لار به تېرېده، يرغل نه کاوه، دوی د خپلي ويني پر بنست د هغو خپل نژادو مسلمانانو عزت کاوه چي په باشکل دره کي ئې ځای لاره، ويل کېږي چي په ۱۸۹۱ع کال کي د همدې مسلمانانو شمېر ۸۲۵۰۰۰زرو ته رسېده.

په دې سیمه کي د توکم پيژندني د لومړنیو اصلي اسنادو له مخه نورستانیان له ۱۲۷۴-۷۵ کلونو مخکي کافر بلل کېدل. دوی اسلام ته له اوښتو مخکي په عمومي ډول سرونه نه پټول.

جان بېدلو په ۱۲۵۷ع کال کي وايي، دوی له هر ډول سر پټوني ایسار وو. ( لږ تر لږه سړیو یې څه نه پر سرول) دولس کاله وروسته جورج سکاټرابرټسن په دې وپوهېد چي د کافرو تر منځ د هغه خولۍ مینه وال ډېر دي چي ده چترالۍ خولې بللې ده.

( دا اصطلاح مهمه ځکه نه ده چي بریتانویانو په لومړي ځل چترالۍ بللې ده) خو ده ویلي چي يوازي د کافرستان په ختیځ کي باشګل دره کي چي له چترال سره تړلې، د دې ډول خولیو سوداګري له همدې لاري کېده.

د ۱۹ پېړۍ په نیمايي کي پکول له نورو ډېرو جامو سره د هغو توکو لویه برخه جوړوله چي کافرو ته وروړل کېدل. د پومبه یي او وړینو توکو ډېره برخه په نورستان کي تولېدېده. دوی د غرونو او غونډیو په لوړو څوکو کي د وزو پر ځای مېږې ډېري ساتلې.

د وزو اوځغونې پرتله ییز ډول اوږدې وي او هغه مهال به کافرو ترې د ځان لپاره دسیاه پوش په نامه اوږدې چپني جوړولي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه