دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملاله یوسفزۍ وايي : مطيع‌الله ويسا دې آزاد کړل شي

ملاله یوسفزۍ وايي : مطيع‌الله ويسا دې آزاد کړل شي

ويب ډیسک

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د زده کړو فعاله ملاله يوسفزۍ وايي، طالبان په داسې حال کې چې نجونې له زده‌کړو منع کوي، د زده‌کړو اتلان هم نيسي.

هغې د طالبانو لخوا د زده‌کړو افغان فعال مطيع‌الله ويسا نيول کېدو په غبرګون کې ويلي، طالبان بايد مطيع‌الله ويسا او ټول هغه کسان چې د ماشومانو د زده‌کړو پار بنديان دي، آزاد کړي.

د قلم لار ټولنې بنسټ ايښودونکی او د زده‌کړو د برخې فعال مطيع‌الله ويسا تېره ورځ په کابل کې د طالبانو لخوا ونيول شو.

د نوموړي ورور ويلي، د طالبانو امنيتي کسانو يې دوه نور ورونه هم بېولي، مور ته يې سپکې سپورې ويلي او د کور له پلټلو وروسته يې د مطيع‌الله ويسا مبايلونه هم وړي دي.

طالبانو رسماً لا تر دې دمه په اړه څه نه دي ويلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه