ويب ډیسک
د جمهوري نظام د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د هغوی کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ښاغلي ستانکزي د سرتېري ملي ورځې په مناسبت ویلي چې د دې ملي سرمايې هېرول “نه بښونکې ګناه” ده.
د جمهوري نظام د سولې مرکچي پلاوي مشر همداراز ویلي، د تاریخ په اوږدو کې سرتېرو او مجاهدینو د هېواد لپاره قرباني ورکړې او د خپلو سیاسي مشرانو امرونه یې پرځای کړي، خو له بده مرغه د سیاسي مشرانو د تېروتنو او اختلافاتو پایله کې ټولې لاس ته راوړنې ضایع شوې دي.
هغه زیاته کړې، موږ ملي امنیتي بنسټونو ته اړتیا لرو چې د هېواد د هوایي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي. موږ باید دا سرمایه د غچ اخیستو او سیاسي فکرونو قرباني نه کړو.
د ښاغلي ستانکزي په وینا، نن ورځ دفاع یوازې د علمي او تخنیکي وړتیاوو له لارې د لوړې روحیې او هېواد پالنې سره کېدای شي.
د کب ۹مه یا د سرتېري ملي ورځ د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنې او ویاړونو د نمانځلو لپاره د جمهوري نظام پر مهال نومول شوې ده.


