ویب ډیسک
د مظلوم اولسي تحريک پاکستان مرکزي ویاند نعمت الله خان لخوا خپور شوي بیان کې وویل شوي چې
تېره شپه د ننګرهار ولايت کې د ترسره شوي مبینه هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ د ۲۲ غړو د شهادت خبر ډېر خواشينوونکی او زړۀ بوږنوونکی دی. په شهيدانو کې معصوم ماشومان، ښځې او مشران شامل دي، چې دا پېښه لا نوره هم دردناکه او غمجنه ګرځوي.
مرکزي وياند مظلوم عوامي تحريک پاکستان د دې دردونکې پېښې په سختو ټکو غندنه کوي. په ځانګړي ډول د روژې مبارکې مياشتې په مقدسو شپو ورځو کې دا ډول خونړۍ پېښې د امت مسلمه زړونه نور هم ټپي کوي. روژه د صبر، رحمت، تقوا او اسلامي ورورولۍ درس راکوي، نو په داسې مقدسو ورځو کې وينه تویول هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
موږ ټينګار کوو چې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکې بايد د متقابل درناوي، اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډيتوب پر بنسټ ولاړې وي. د يو بل خپلواکۍ، د خلکو د ځان او مال درناوی د نړيوالو او اسلامي اصولو غوښتنه ده. د زور کارول ستونزې نه هواروي، بلکې کرکه او واټنونه زياتوي.
موږ د شهيدانو له کورنيو سره په دې درانه غم کې برابر شريک يو او له الله تعالی څخه دعا کوو چې هغوی ته صبر جميل نصيب کړي، د شهيدانو درجې لوړې کړي او ټپيانو ته ژر تر ژره بشپړه روغتيا ورکړي.


