دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهضمیر کابلوف ویلي طالبان په روسیه کې د اوسني افغان سفیر د...

ضمیر کابلوف ویلي طالبان په روسیه کې د اوسني افغان سفیر د ګوښه کېدو غوښتنه نه کوي

ويب ډیسک

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف ویلي طالبان په روسیه کې د اوسني افغان سفیر د ګوښه کېدو غوښتنه نه کوي، بلکې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د څو ډیپلوماټانو ټاکل غواړي او موږ یې په خبرو کوو.

 

دا په داسې حال کې ده چې روسیه لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني.

 

ضمیر کابلوف روسي ورځپاڼې ایسوستیا ته ویلي، «طالبانو له موږ غوښتي چې خپل دوه درې ډیپلوماټان په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې کار وکړي.»

 

ښاغلي کابلوف تازه ویلي چې اوس د دې وخت دی چې طالبان د نورو روسي سازمانونو له نوملړ وباسي.

 

ښاغلی کابلوف وايي، «موږ د طالبانو ډيپلوماټان منو چې راشي، دا د افغانستان د چارواکو او سفارت داخلي موضوع ده، موږ په داسې مسایلو کې مداخله نه کوو.»

 

سید طیب جواد په روسیه کې د افغانستان سفیر دی. هغه مخکې ویلي وو چې طالبان باید ټولشموله حکومت جوړ کړي. هغه وویل، په ټولشموله حکومت کې ډېری سیاستوال شاملولی شي چې هم دننه او هم بهر د افغانستان وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه