دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهترکیې په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیلیدو څخه...

ترکیې په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیلیدو څخه خبر ورکړ.

پښتو جرنل

د طالبانو د قطر د سیاسي دوتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ په خپلې ټوئټر پاڼې لیکلي چې

نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکيې دبهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره تلیفوني خبرې وکړې.

په دغه اړیکه کې متقي  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه میرمنه چې په کورونا اخته شوي دي دصحت پوښتنه وکړه.

‏ داسلامي امارت دمشرتابه د خواخوخوږۍ پیغام یې ورسره شریک کړ او د روغتیا دعا یې ورته وکړه.

وروسته متقي  دترکیې هېوادله لوري دنېکۍ په اورګادي کې د ٧٥٠ ټنه خوراکي او ژمني توکو چې دفبروري میاشتې په ٧ نيټه دتورغونډۍ بندرته راورسېدل مننه وکړه.

‏ښاغلي اوغلو ډاډ ورکړ چي له ٥٠٠ تر ٧٠٠ ټنو پورې نوري مرستي به هم د روانې فبروري میاشتې په پای کي افغانستان ته ورسیږي، او د ترکیې سرې میاشتې او نورو خیریه موسسو له خوا د مرستو لړۍ به دوام ولري.

ښاغلي اوغلو همدارنګه په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیلیدو څخه خبر ورکړ.

‏ او وعده يې وکړه چې د مارچ په مياشت کې به په مزار شريف کې هم د ترکيې هيواد قونصلي خدمتونه پيل شي.

ښاغلي اوغلو د نوي افغان حکومت د مثبتو اقداماتو هر کلی وکړ. او د پوهنتونونو د پيليدو په اړه يې خوښي څرګنده کړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه