دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبرطانيه په افغانستان کې جنګ ختم شوی، امنیت تأمین شوی.

برطانيه په افغانستان کې جنګ ختم شوی، امنیت تأمین شوی.

پښتون جرنل

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ په خپلې ټوئټر پاڼې لیکلي چې

‏نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د برتانيی سفير هيوګي شارتر او مل پلاوي وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي شارتر کابل ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او له نوي حکومت سره د راغلي مثبت بدلون په تړاو یې وویل چې جنګ ختم شوی، امنیت تأمین شوی.

‏وضعیت عادي دی، بشري مرستې په ښه ډول رسیږي او تعلیمي مراکز خلاص شوي دي.
او زیاته یې کړه چې د برېتانیې هیواد صدر اعظم راته هدایت کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره مو تعامل زیات شي، په تعاملاتو او بشري مرستو کې به زیاتوالی رامنځته کړو.

‏د بشري او بانکي سکتور د ودې لپاره یې د ځانګړو کړو مرستو یادونه هم وکړه.
متقي وویل؛ د افغانستان نوی حکومت د برېتانیې د بشري مرستو او په تعلیمي برخو کې د همکاریو هرکلی کوي.
برتانوي پلاوي وویل؛ موږ هم غواړو.

‏او په نړیوالو هم غږ کوو چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره دي همکارۍ وکړي او له نوي حکومت څخه هم غوښتنه کوو چې د اقتصادي ودې په موخه دي پلان جوړ او د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي

یاد پلاوي په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په تړاو یادونه وکړه چي کوم فعالیت ونه لري.

‏ متقی د دوی د اندېښنو په اړه وویل؛ موږ تعهد کړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد په زیان نه استعمالیږي او نه هم دلته داسي چاته د فعالیت اجازه ورکوو.
متقي د دوی اندېښنو ته په اشاره وویل ځیني غرضي رسنۍ هڅه کوي چې په نوي حکومت بې بنسټه تورونه ولګوي.

‏تر څو د نړیوالو اعتماد وننګوي او بې باوري رامنځته کړي.
د لیدنې په پای کې هوکړه وشوه چې په دغه ډول تفاهمي ناستو او روابطو کې به پراخوالی راولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه