دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهصنعت او سوداګرۍ وزیر :د نړیوالو بنسټونو په مالي او تخنیکي ملاتړ...

صنعت او سوداګرۍ وزیر :د نړیوالو بنسټونو په مالي او تخنیکي ملاتړ سره د کرونا وایروس څخه ورسته د سوداګرۍ د وضعیت په څیړنه کار کوي.

ویب ډیسک

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ په افغانستان کې د زعفرانو سکتور د سوداګرۍ د ښه کولو په اړه د کاري ډلې دریمه ناسته د دولتي ادارواستازو، نړیوالوادارواستازو ، خصوصي سکتور استازو او د زعفرانو د سوداګرۍ ــــ او زراعتې شرکتونو خاوندانو په ګډون هرات ولایت کې ترسره شوه.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې په پیل کې وویل چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې ګروپ د دغه وزارت په مشرۍ او د نړیوالو بنسټونو په مالي او تخنیکي ملاتړ سره د کرونا وایروس څخه ورسته د سوداګرۍ د وضعیت په څیړنه کار کوي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه :چې د دې کاري ډلې اصلي موخه د هیواد د سوداګرۍ فرصتونو او ننګونو مطالعه کول دي، ننګونې په فرصتونو بدلول،د صنعتي کیدو پروسې پراختیا، دسیمې او نړۍ هیوادونو سره د افغانستان سوداګرۍ پراختیا څخه دی.
د صنعت اوسوداګرۍ وزیر په هیواد کې د زعفرانو صادراتو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې د دې کاري ډلې څخه یو سکتورد زعفرانو، د کښت ، حاصلاتو ، پروسس ،بسته بندۍ او صادراتو څرنګوالي په هکله د زعفرانو کرنیزو او سوداګریزو شرکتونو سره خبرې کوې .

په دې ناسته کې، دلاسته راوړنو ، د زعفرانو سکتور لپاره لومړیتوب لرونکو تدابیرو، د بزګرانو روزنه او پوهاوی ، د زعفرانو د پروسس پراختیا ،نړیوالو بازارونو ته د زعفرانو پروسې پراختیا ، د زعفرانو ازموینې او تصدیق میکانیزم ، نړیوال نندارتون لپاره په هرایت ولایت کې د زعفرانو کرنیزو او سوداګریزو شرکتونو د خاوندانو سره خبرې اتروې وشوي.
د افغانستان د سوداګرۍ پرمختیا کاري ډله په غالیو ، زعفرانو ، وچې او تازه میوې ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او ټوکر جوړولو سکتورونو سره د فرصتونو او ننګونو د څیړنې او د سوداګرۍ د ښه والې په هکله یادو سکتورنو سره ګډ کار کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه