ويب ډیسک
د افغانستان د ولسي جرګې مخکینۍ غړې ویلي، ” طالبان فکر کوي چې افغانان کافران دي او د دوی په راتګ لګیا دي مسلمانیږي”.
بارکزۍ زیاته کړې ده، جمهوریت که هر څنګه و، له اوسني نظامه ښه و حد اقل نړیوالو په رسمیت پېژانده او په وینا یې، ٢٠ کالو کې څومره وطن اباد شوی دوی یې په ١٠٠ کاله کې نه شي ابادولی.
بارکزۍ طالبانو ته د توصیې په ډول ویلي: چې خپل ذهنونه جوړ کړي او بیا دې د نړۍ اسلامي هېوادونه هم وګوري چې هغوی څه او دوی څه کوي؟


