دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا ایران ته د اټومي تړون په هکله یو ځل بیا ګواښ...

امریکا ایران ته د اټومي تړون په هکله یو ځل بیا ګواښ کړی

ويب ډیسک

په داسې حال کې چې د تهران او د نړۍ ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون د بحالۍ لپاره په ویانا کې خبرې روانې دي، امریکا دړکه کړې چې که په دې لړ کې سفارتکاري ناکامه شوه نو هغوی به د ایران د عایداتو د وړتیا د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم وکړي.

 

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د ډېسېمبر پر نهمه په یو بیان کې وویل، د ایران داټومي پروګرام پرمختګونو ته په کتو سره ولسمشر جو بایډن خپلې انتظامیې ته ویلي، دې ته دې چمتو اوسي چې که سفارتکاري ناکامه شوه نو هغوی باید له نورو لارو کار واخلي.

 

په ایران کې د نوي سختدریځه حکومت واک ته له رسېدو وروسته د پينځو میاشتو ځنډ پس د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو برېتانیا، فرانسې، جرمني، روسيې او چین ترمینځ د خبرو اووم پړاو تېره اوونۍ پیل شو.

 

امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له ایران سره له اټومي تړونه وتلې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه