ويب ډيسک
د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان، چارسده او باجوړ کې د بمي چاودنو او بريدونو پېښې شوي، لږ تر لږه د درېو ښځو او دوه ماشومانو په ګډون پکې پينځه تنه وژل شوي او 14 ژوبل شوي دي.
تازه پېښه نن په 14م نومبر چارسده کې شوې، پوليس وايي يو تن په موټر سايکل ځان الوځولی دی، خو تراوسه کره نه ده معلومه شوې چې دا ځانمرګی بريد کوونکی وو که د پېښې اصل نوعيت څه دی، پلټنې یې روانې دي.
بله غټه پېښه بېګا شپه د شمالي وزيرستان د ميرانشا په تپي سيمه کې نزدې په نيمه شپه په يو کور کې دننه چاودنه شوې، ځايي چارواکي په چاودنه کې د درېو ښځو او دوو ماشومانو د وژل کېدو او د روغتون چارواکي د 14 ژوبلو تاييد کوي.
د ميرانشا مرکزي روغتون وي او اې ډیوه ته ويلي، په ژوبلو کې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي.


