دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان وروستی یهود وګړی زابلون سیمینتوف له ترکیې څخه اسرائیلو ته...

د افغانستان وروستی یهود وګړی زابلون سیمینتوف له ترکیې څخه اسرائیلو ته د ژوند کولو لپاره رسېدلی دی

ويب ډيسک

 

د افغانستان وروستی یهود وګړی زابلون سیمینتوف له ترکیې څخه اسرائیلو ته د ژوند کولو لپاره رسېدلی دی.

 

یورشلم پوسټ رسنۍ وایي نوموړی په ناڅاپي ډول اسرائیل ته تللی او هلته د مېشت د کورنۍ غړو ته یې هم خبر نه و ورکړی.

 

د راپور له مخې، سیمینتوف په دري ژبه روانې خبرې کولای شي، خو په عبراني لږ پوهېږي چې له امله یې ښايي اسرائیل کې د نوي ژوند په لومړیو کې ستونزو سره مخ شي.

 

د یادونې وړ ده چې هغه هیواد ته سیمینتوف په رسولو کې یوې اسرائیلي ادارې مرسته کړې او وایي چې ۳ کاله وړاندې یې هغه په خوندي ډول له افغانستان نه ترکیه ته وړی و.

 

نوموړی ویلي پلان لري چې د یهودو مقدس ځای براق دیوال ته هم د زیارت لپاره لاړ شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه