دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشاه شجاع "شجاع الملک" د افغانستان په تاریخ  کې یوه ناولې...

شاه شجاع “شجاع الملک” د افغانستان په تاریخ  کې یوه ناولې او کرغېړنه څېره!

لیکنه: ډاکټر لطیف یاد

د ګران افغانستان په تاریخ کې مونږ ډېرې خاینې څېرې لرو چې په کې یوه خاینه او ناولې څېره شاه شجاع هم دی ، چې د افغانستان په تاریخونو کې ورته شجاع الملک هم وایي ، دی د تېمورشاه زوی و چې د ۱۷۸۵ م کال د نوامبر د میاشتې په ۴ مه نېټه زېږېدلی و.

انګرېزانو دی په ۱۸۳۸ م کال کې د کابل د واکمنۍ پر ګدۍ کښېناوه.

شاه شجاع د ۱۸۳۸ م کال د اګست په اوومه نېټه د کابل ښار ته راغی ، د کابل ښاریان د خپل نوي واکمن نندارې ته د بامونو سرونو ته ور ختلي وو ، خو کله یې چې ولیدل چې د انګرېزانو سفیر مکناټن یې تر څنګ او تر شایې انګرېزی جنرال کین او د ده لښکرې دي نو ډېر ناهیلي او په غوسه شول.

شاه شجاع پر دغې وضعې وپوهېد ، خو د کابل بالاحصار ته لاړ او انګرېزانو هلته پر تخت کېناوه.

شاه شجاع د انګرېزانو د سلا او مشورو پرته هېڅ ډول ځواک او قدرت نه درلود ، د افغانستان ټولې چارې په عملي توګه د انګرېزانو په لاس کې وې او شاه شجاع تش په نامه بې واکه واکمن و ، هېڅ یوه افغان ته دا اجازه نه وه چې د انګرېزانو د اجازې پرته له ده سره وګوري ، د ده یو انګرېز ساتونکی پوځي افسر ډګروال دیني خو دومره بې ادبه انسان و چې د ده د اجازې پرته به د ده خونې (کوټې) ته ورته او که څه هم شاه شجاع ده ته د ده د بې ادبانه کړنو په وجه څو ، څو ځلې اخطارونه هم ورکړي وو نو هغه به شاه شجاع ته ویل چې ته څوک یې زه یوازې په هند کې د انګرېزانو د ګورنر جنرال اطاعت کوم.

همدا راز مخکې تر دې چې شاه شجاع د دویم ځل لپاره د افغانستان واکمن شي انګرېزانو دی مجبور کړ چې د دوئ او رنجیت سېنګ سره یو درې اړخیزه تړون (معاهده) لاسلیک کړي ، چې دغه درې اړخیزه اتلس ماده ایزه تړون د ۱۸۳۹ م کال د جون د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د ده ، انګرېزانو او سېکانو تر مینځ په لاهور کې لاسلیک شو.

چې د دغه کرغېړن تړون په پایله کې افغانستان کشمیر ، اټک ، چج هزاره ، کالا باغ ، کیمبل پور ، پېښور ، اشنغر ، سوات ، کوهاټ ، هنګو ، منکیره ، ملتان ، ډېره غازي خان ، ډېره اسماعیل خان ، مېچنۍ ، عمرکوټ ، حاجی پور ، راج پور ، د خټکو سیمه ، خوشال ګړ او د یوسفزو سیمې له لاسه ورکړې.

همدا راز شاه شجاع د کوه نور تاریخي الماس هم رنجیت سېنګ ته ورکړ ، دغه الماس ابدالي احمد شاه بابا ته د نادرشاه افشار کورنۍ د هغه تر مړینې وروسته د سوغات په توګه ورکړی و ، شاه شجاع د کابل د خلکو د پاڅون له کبله د ۱۸۴۲ م کال د اپرېل د میاشتې په پنځمه نېټه د یوه تن له خوا چې شجاع الدوله نومیده ووژل شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه