ويب ډیسک
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تېر ماښام په دوبۍ نړیوال کرېکت لوبغالي کې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره د لا غوره چمتووالي په موخه خپلمنځي تمریناتي لوبه ترسره کړې.
د دغه سیالۍ انځورونه چې د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي دي هغه لوبغاړي پکې نه لیدل کېږي، چې تر ډېره د لوبډلې برخه دي.
د یاد کمپ له پایته رسېدو وروسته به افغان لوبډله له سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره چې د نومبر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېټه ترسره کیږي، دغه هېواد ته لاړه شي.
#AfghanAtalan #AFGvsSL #ACB


