دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنادرکو کسانو کميسون مشر اختر مینګل وايي موږ بې اختیاره یو

نادرکو کسانو کميسون مشر اختر مینګل وايي موږ بې اختیاره یو

پښتو جرنل 

د‌ کوټې مطبوعاتو دوتر مخته د بلوچستان د نادرکو کسانو کورنیو سره د بلوچستان قامي ګوند مشر سردار خان مینګل او د نادرکو کسانو لپاره جوړ شوي کمیسیون نورو غړو سره لیدنه وکړه لیدنې په مهال اختر جان مینګل وويل چې موږ راغلي یو چې د نادرکو کسانو کورنیو سره ووینو او د هغو خبرې واورو بیا هغه خبرې اختیارمن کسانو سره شريکې کړو .

هغه زیاته کړه چې او وې منله چې زمونږ کمیسیون زیات اختیار نه لري خو به هم دوي هڅه کوي چې د نادرکو کسانو کورنیو درد او د هغو غږ لا اسلام اباد سره شریک کړو .
سردار اختر جان مینګل وويل چې د نادرکو کسانو درد احساسولي شم.

بل لور ته يوې مور چې زوی يي له لسو کالو نادرکه شوي پښتو جرنل ته وويل چې زوی د لیدلو لپاره له کالو نه په انتظار یم سترګې مې اوس دید هم کوي لویه ارمان مې ده چې خپل زوی په خپلو سترګو ووینم ،خو زما د غږ اوریدلو څوک نشته هر در مې ټکولي خو بیا له هره در نه ناهيلې راغلې یم

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه