دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي چې د چمن د پېښې په اړه څېړنې کوي

طالبان وايي چې د چمن د پېښې په اړه څېړنې کوي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د (سپین بولدک ـــ چمن) دروازه کې د رامنځته شوي جګړې په اړه دوې ورځې وروسته خپل رسمي غبرګون کې ویلي چې د یادې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د تیرې یکشنبې په ورځ د (سپین بولدک ـــ چمن) دروازه کې د یو ناڅرګند کس لخوا ډزو کې یو پاکستانى عسکر وژل شوی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي: “د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خواشیني څرګندوي او د پیښې د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړ پوړی هیئت ګومارل شوی او پلټني یې پیل کړې دي.”
هغه ویلي چې د «اسلامي امارت» امنیتي ارګانونه هڅه کوي چې په راتلوونکي کې د ورته پېښو مخه ونیسي.

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ په سمدستي توګه د چمن دروازه وروسته تر هغه د موټرو او خلکو د تګ راتګ پر مخ وتړله چې یو وسله وال شخص د پاکستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړلې، یو سرتیری یې ووژاه او دوه نور یې ټپي کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه