دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا کې مېشت افغانان کولای شي د خپلو کورنیو غړو ته بلنه...

امریکا کې مېشت افغانان کولای شي د خپلو کورنیو غړو ته بلنه ورکړي

ويب ډیسک

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د زیانمن شویو کسانو د لېږد د هڅو په دوام، په خپله رسمي وېبپاڼه کې د «افغانانو لپاره د کورنیو د یوځای کېدو» په نوم یو نوی پروګرام پیل کړی، چې پر بنسټ یې په امریکا کې مېشت افغانان کولای شي، د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي.

دا ځانګړې پاڼه د هغو افغانانو د مرستې لپاره جوړه شوې، چې د خپلې کورنۍ له غړو جلا شوي او په امریکا کې مېشتو افغانان سره مرسته کوي چې دوی څنګه کولی شي خپلوانو سره یو ځای شي.

د دې پاڼې د معلوماتو له مخې که څوک د امریکا تبعه وي، په لومړیو کې د هغه مېرمن، ماشومان، مور، پلار، خور او ورور د متحده ایلاتونو د کډوالۍ وړ ګڼل کیږي او کولای شي د دوی راغوښتلو لپاره غوښتنه وکړي دا کار تر دې وړاندې هم شونی ؤ خو کلونه وخت ته یې اړتیا درلوده.

د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او طالبانو بیا واکمېدو وروسته امریکا ته د کډوالۍ په شرایطو برابر یو شمېر افغانان د امریکا د نه‌پاملرنې له امله له ستونزو سره مخامخ شول، دا چې دا پاڼه به څومره دا ستونزې هوارې کړي هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه