ویب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي،د افغانانو اساسي غوښتنه سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند دی.
زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټرپاڼه په یوه پیغام کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې له اعلان شوی اوربند هرکلی کړی او وایي په وروستیو کې تاوتریخوالی خورا وحشتناک و،چې بیه یې هم عام ولس پرې کوله.
نوموړی وایی،امریکا د سیاسي جوړجاړي په اړه د افغانانو ترمنځ د خبرو د ګړندۍ کیدو او ددې بې معنی جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.


