یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine

رسمیت

لیکنه : ډاکتر یارمحمد تره کی 

دادی په دوحه کی د افغانستان په باب یوه بله غونډه پای ته ورسیدله. په دی غونډی کی د افغانستان د مدنی ټولنو، د تیر جمهوریت ځینو مامورینو او د شلو په شاوخواه کی هیوادونو اړوندو کسانو برخه اخیستی وه. تر هغه ځایه چی ماته ښکاری د افغانستان د مدنی ټولنو غړو په غونډي کی رسمی ګډون نه وو کړی او یوازی یی د هغی په حاشیه کی د ځینو هیوادونو د استازو سره لیدلی وو.
عجیبه خو داده چی په دی غونډي کی د طالبانو حکومت د ګډون څخه ډډه وکړه او آن ددوی د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشی سره د لیدنی لپاره حاضر نه شول. د طالبانو حکومت یو قدم نور هم پر شا شو او د افغانستان لپاره یی د ملګرو ملتونو د استازی د ټاکنی په وړاندی غبرګون ښکاره کړ.
تر لږ پلټنو وروسته پوه شوم چی طالبانو په دی غونډي کی د ګډون لپاره شرایط وړاندی کړی وو. دا لکه چی دوی کورنی دوستی کوی نو د دوستی په وخت کی هره کورنی خپل شرایط او غوښتنی وړاندی کوی. د ناوی کورنی ډیر اوسخت شرایط وړاندی کوی او د زوم د کورنی سر ټیټ وی او هر څه چی د ناوی کورنی وایی هغه یا منی او یا یی د هغه د نرمتوب غوښتنه کوی.
راځي وګورو چی طالبانو کومی غوښتنی درلودی؟
1) باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژندل شی
2) باید د طالبانو د مشرانواو اشتهادیانو نومونه د ملګرو ملتونو د تور لیست څخه و ایستل شی.
3) باید د افغانستان کنګل شوی پیسی بیرته د طالبانو حکومت ته ورکړلی شی.
دا سی ښکاری چی طالبان به د نن څخه وروسته د هری غونډي لپاره د ګډون شرایط ولری.
د طالبانو د رسمیت موضوع دادی څه دپاسه دوه کاله پورته ښکته کیږی. اوس هم طالبان، هم د افغانستان خلک او هم نړیوالو ددی یوه غیر رسمی افغانستان سره عادت کړی دی. د طالبانو د حکومت مثال په نړیواله کچه یو نوی روایت مینځ ته راوړی دی او هغه دادی چی رژیم په رسمیت مه پیژنی خو کاروبار وسره کوی.
پر دغه ټکی باندی نن غواړم تکیه وکړم او لږ یی را وسپړم.
ولی د طالبانو رژیم په رسمیت نه پیژندل کیږی؟
آیا دا د بشر د حقوقو تر پښو لاندی کولو لپاره دی؟ نه
آیا دا د یوه پراخ بنسټه رژیم د نه درلودلو له امله دی؟ نه.
آیا دا د سیاسی ګوندونو او ټولنو د بندولو لپاره دی؟ نه.
آیا دا پر نظام باندی د یوی قومی ډلی د ګونډي اچولو لپاره دی؟نه.
نو دا څه دلیل دی چی دوی په رسمیت نه پیژنی؟
که دلیل دا څو پورته پوښتنی وای نو دا په ډاګه ویلای شو چی دامریکی او بهرنیو هیوادونو ته په افغانستان کی د بشر حقوق، د ښځوحقوق او دسیاسی ګوندونو او ټولنو حقوق هیڅ اهمیت نلری. لویدیځو هیوادونو ته یو شی ډیر اهمیت لری او هغه کاروبار اوبزنس دی.
بیا پوښتنه را پیدا کیږی چی دا نو څه دلیل دی چی دوی په رسمیت نه پیژنی؟ کاروبار او بزنس خو د یوه رسمی انډيوال سره ښه کیږی.
ددی لپاره چی دی پوښتنو ته ځواب ووایم لږ می نور هم سر په انترنت ننه ایست او لږ ژوره کتنه می وکړه.
دادی زما اخیستنه.
د طالبانو له خواه د کابل د نیونی څخه وروسته دوی ډير عجیب سیاست پیل کړ. د تیر جمهوریت او خلکیانو د حکومت پر خلاف د طالبانو په حکومت کی د دفاع، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونه ډير مهم وزارتونه نه وو. پوهیږی کوم وزارتونه ډير مهم او د صلاحیت لرونکی وزارتونه وو؟ د کانونو او پطرولیم وزارت او د امر بالمعروف وزارتونه وو.
زه مجبوره شوم چی د دوو وزارتونو باب پلـټنه وکړم:
1. د امر بالمعروف وزارت – دغه وزارت چی د ښځو وزارت په ودانی کی ځای پر ځای شوی دی ویب پاڼه نلری. ددی وزارت د تشکیلاتو، اداری پرسونل، کدری پالیسی او مالی لګښتونو په باب په انترنت او ټولنیزو شبکو کی معلومات نشته. دغه وزارت نه یوازی د کورنیو چارو وزارت بلکه د امنیت وزارت او د لویی څارنوالی ځینی وظیفی اجرا کوی. بر سیره پر دی چی کوم روښانه، قانونی او علنی تشکیلات او بودجه نلری خو د خلکو د کړو وړو، ددوی د ورځنی ژوند، د څیری، کالیو، دینی بوختتیاوو او نورو خپلمینځي مسلو باندی پوره کنترول لری. دغه وزارت د طالبانو د حکومت د فقراتو د ستون په توګه ډير نور وزارتونه تر خپل سیوری لاندی نیولی دی. په ورته وخت کی ددی وزارت محتسبین په متداومه توګه د خلکو د ظاهری او ورځنی ژوند، په ګاډی کی د موسیقی د اوریدلو پلټنی کوی او یوه لویه ویره یی د خلکو په زړونو کی زیږړلی ده. دغه وزارت همدارنګخ د جوماتونو د تشکیلاتو څخه په ګټی اخیستنی د خلکو د شخصی احوال د جاسوسی او ددوی د کورنی د شمیر، کورنی تاو تریخوالی، جومات ته د نه ورتګ، د عوایدو اندازه، د کور د ښځو کړه وړه او د ماشومانو د مدرسو د پلټنی (Inquisition ) پټ کار کوی. عجیبه خو داده چی د کانونو او پژرولیم د وزارت په ویب پاڼی کی دددی وزارت سره د اړیکو لینک او شمیری هم شته. دا په داسی حال کی ده چی د کانونو او پژرولیم د وزارت په ویب پاڼی کی د امر بالمعروف د وزارت نه ماسیوا یوازی د کورنیو چارو د وزارت لینک او نوم شته.
2. د کانونو او پطرولیم وزارت: دغه وزارت د طالبانو د حکومت ډير مهم وزارت دی. ددغه وزارت او د افغانستان د طالبانو در رسمیت پیژندنی تر مینځ یو ډير نژدی تړاو موجود دی چی لاندی به پری څیړنه وشی.
د امریکی په اشاره د نړی ټولو هیوادونو د طالبانو رژیم په رسمیت و نه پیژاند. په دی کی عربی او طالبانو ته نژدی هیوادونه هم راځي. حتی پاکستان چی هلته طالبانو ته پکی پناه ورکول شوی وه او اوس هم ددوی د مشرانو کورنی پکی ژوند کوی د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پیژاند. په ۱۹۹۶ کال کی کله چی طالبانو د لمړی ځل لپاره حکومت ونیو نو دریو هیوادونو ددوی حکومت په رسمیت و پیژاند، خو داځل د رسمیت نه پیژندلو لړی ډيره منظمه او دستوری وه.
ددی لپاره چی د کانونو وزارت د فعالیتونو څخه خبر شم نو ددی وزارت ویب پاڼي ته ورننوتم. په تعجب می ولیدل چی د امر بالمعروف پرخلاف ددوی ویب پاڼه ډيره فعلاه وه او د کانونو ، پطرولیم، ګازو، او ګرانو ډبرو د قرار دادونو په باب می ډیر معلومات ولوستل.
دغه معلومات تر کورنی قراردادیانو ډير بهرنی او څو ملیتی کمپینو ته وقف شوی وو. داسی کمپنی چی پکی ترکی، عربی، چینایی، امریکایی، او پاکستانی ونډه وال لوی ګډون لری. د نورو وزارتونو په پرتله د کانونو اوپطرولیم وزارت ویب پاڼه منظمه او ټول قراردادونه لست شوی وو. خو چی د هغو کمپنیو ویب پاڼو ته ور ننوتم چی ددی وزارت سره یی تړونونه کړی دی نو و می لیدل چی د اکثرو ویب پاڼي یو بل ته ډيری ورته وی. د افغان انویست کمپنی، د علیم شاه بابا، حضرت بالا، ګلبهار اینویست، الفلاحُ بلال خالد او نور ورته معلومات خپاره کړی وو. ځینی شرکتونه چی د دوایی د واردولو شرکتونه وو د سکرو او یا اوسپنی قراردادونه اخیستی وو. ځینی نور د چینایی، پاکستانی او ترکی شرکتونو سره شریکان شوی وو. د قرار دادونو په ورکړو کی یو څه ډیر د توجه وړ وو او هغه دا چی تقریبآ په ټولو لویو قرار دادونو کی کورنی شرکت مخور خو بهرنی شرکت یی تر شا شریک او یا مرستندوی دی.
داسی ښکاری چی د یوه روڼ او قانونی لړی پرته د کانونو اوپطرولیم دومره ډیر قراردادونه په دی دوو کلونو کی لویی پوښتنی را پاروی. زه د نورو وزارتونو ویب پاڼو ته هم ور ننوتلم خو دومره فعالیت او نظم می پکی و نه لید. د طالبانو د کانونو وزارت د پروژو ورکولو او قراداد کولو لړی د جمهوریت د حکومت په وړاندی ډيره منظمه او ګړندی ده.
بهرنی شرکتونه د طالبانو د رسمیت نه پیژندنی په تشه کی تر هر وخت زیات هڅه کوی او فعال دی تر څو په ارزانه او آسانه توګه د طالبانو څخه د پانګی اچونی قراردادونه تر لاسه کړی. څرنګه چی د طالبانو حکومت په سیاسی انزوا کی ژوند کوی ددی راز قراردادونو کول نه یوازی دوی ته د سفرونو او غونډو زمینه برابروی بلکه د پانګی د راجلبولو لاره هم پرانیزی. خبره دی ځای کی ده چی آیا دغه ملی منابع په کومه بیه پر شخصی او بهرنی کمپینو خرڅیږی؟

اوس مهال د نړی او منطقی هیوادونه د طالبانو د حکومت د رسمیت لپاره بیړه نلری. هغه څه چی دوی ته په ارزانه تمامیږی ولی یی ګران واخلی. نن سبا د افغانستان خلک د هیواد د سیاسی بن بست تاوان پری کوی. که حکومت هر څه مفسد وای خو د نړیوالو تړونونو پر محال د هیواد د شتمنیو د لیلام مخه نیول کیدای شوای. خو که د هیواد نظام او حکومت په سیاسی انزوا کی وی او د تدارکاتو او قانونی لارو چارو په نه موجودیت کی به هغه نظام په ډيره آسانه هر راز قرار داد او تړون ته غاړه کیږدی.
د طالبانو د ظهور او انزوا مهم مهندس د امریکا متحده ایالات وو چی غوښتل یی ددی انزوا څخه اقتصادی، جیو پولیتیک (Geopolitical ) او سیاسی ګټه پورته کړی. اوس چی امریکاییان په اوکراین او غزه کی بوخت دی نو ددی وخت ندی ورته پیدا شوی چی د طالبانو د انزوا څخه ښه خوند واخلی. دغه حالت زمونږ تږو او وږو ګاونډیو ته فرصت په لاس ورکړی دی چی ددی خوار هیواد غوښی له بدنه جلا کړی. د چین، روسیی، ترکیی، پاکستان، خلیج او ایران هیوادونو شرمشان هره ورځ د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت چار چارپیره دی تر څو نوی قرار دادونه راوباسی. په دی وهنه کی هر یو خپل ځان ته لویه برخه غواړی.
د امریکی متحده ایالاتو د جیویلوژیکی سروی (USGS ) اداری د افغانستان ټوله خاوره سروی کړی ده. ددی اداری په داتابیس کی داسی معلومات شته چی د هغی له مخی د هیواد په ځينو منطقو کی په ډير آسانه توګه کانونه را ایستل کیدای شی. هغه معلومات چی د جمهوریت د مفسدی اداری سره نه ووشریک شوی اوس د طالبانو په لاس کی دی.
په تیرو دریو کلونو کی لویدیځي نړی د افغانستان د ځمکی د سر ثروتونه ټول کړل. دوی څه د پاسه یو میلیون پوه او لوستی افغانان د طالبانو د ویری د هیواده په تیښته اړ ایستل. اوس وار د ځمکی د لاندی شتمنیو دی. دطالبانو حکومت به هغه وخت په رسمیت وپیژندل شی چی موجوده د سر پروژی په قرار داد ولاړی شی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه