ويب ډیسک
امریکا او سویليکوریا د دوشنبې په ورځ خپل ترټولو لوی ګډ نظامي هوایي تمرینات پیل کړل.
تېره اونۍ د دواړو خواو ۲۴۰ جنګي الوتکو د ورځې ۲۴ ساعته تمریني بريدونه ترسره کړل چې ټولټال ۱۶۰۰ التونې ترسره کړې.
د امریکا هوايي ځواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي ؤ چې دغه تمرینات به د جمعې تر ورځې پورې دوام وکړي.
شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ د دې تمریناتو په غبرګون کې وویل، چې امریکا او سویليکوریا د هوایي ځواک تمرینونو په غځولو سره خورا خطرناکه او غلطه پریکړه کړې او دواړه هېوادونه به پوه شي چې دوی څومره لویه تېروتنه کړې ده.


